"د بلوچستان ستونزې د قانوني سیاسي حل ملاتړ کوو"

د خپريدو وخت: 13:12 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391

د پاکستان د پوځ مشر ويلي د بلوچستان ایالت ستونزې لپاره به د هر ډول سیاسي حل ملاتړ وکړي خو په دې شرط چې د پاکستان د اساسي فانون سره سم وي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني ويلي پوځ به يې د بلوچستان د ستونزې لپاره د هر هغه سیاسي حل ملاتړ وکړي چې د پاکستان د اساسي قانون سره په رڼا کې وي.

ښاغلي کیاني دا خبرې په یوې خبرپاڼه کې د چار شنبې په ورځ (اکتوبر/۲) مسکو ته د خپل څلور ورځني سفر وړاندې وکړې.

د پاکستان د پوځ مشر ويلي د بلوچستان ایالت ستونزې لپاره به د هر ډول سیاسي حل ملاتړ وکړي خو په دې شرط چې د پاکستان د اساسي قانون سره سم وي.

هغه زیاته کړه هر هغه وړاندیز به رد کړي چې د پاکستان د اساسي قانون سره په جګړه کې وي.

پاکستانی جنرال دا خبرې تر هغه وروسته کوي چې د بلوچستان پخواني اعلا وزیر چې درې کاله يې په لندن کې په جلا وطنۍ کې تېر کړي په یوې وروستۍ تبصره کې د هغه هېواد سترې محکمې ته په بلوچستان کې د مخ په خرابېدونکي امنیتي حالت په اړه اندېښنه ښودله. ښاغلي سردار اختر مېنګل ويلي وو:

"موږ ولې د دې پر ځای چې په خونړۍ توګه جلا کیږو، په سوله ییزه توګه نه شو جلا، دا هم په داسې وخت چې باداران مو تش مړه را کوي".

ښاغلي سردار اختر منګل د ټولو پوځي او انستخباراتي کړنو د پای غوښتنه کړې او ويلي يې دي په بلوچستان کې د اوسېدونکو ورکېدل هغه څه دي چې د ایالت امنیتي حالت يې نور هم خراب کړی دی.

دغه ایالت چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري له ډېرو راهیسې د توکمیز تاوتریخوالي شاهد دی.

دغه ډول توکمیز بریدونه ډېر کله د شیعه لږکیو او سنیانو تر منځ پېښ شوي او ډېر کله يې هم پړه د لشکر طیبه په ډول اورپکو ډلو اچول کيږي.

د پاکستان په همدې ایالت کې د ۱۹۹۰ کلونو را هیسې د شیعه او سني تر منځ توکمیز تاوتریخوالي شاخوا ۴۰۰۰ کسان وژلي دي.

تېره میاشت یو شیعه وکیل له خپل موټر چلوونکي او ساتونکي سره په ډزو ووژل شو.

په بلوچستان کې د تېلو او ګازو خورا ډېرو زېرمو ته په کتو سره هم دا ایالت د پاکستان د نورو برخو په پرتله ډير شاته پاتې دى او تل له بریدونو او نورو ستونزو سره مخامخ وي.

په ۲۰۰۴ کال کې بلوڅان په خپل ایالت کې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره د حکومت پر ضد را پاڅېدل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .