ملاله د بدلون هيله؟

د خپريدو وخت: 18:19 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391

ملاله په بدمرغۍ يوه داسې ټولنه کې زېږېدلې، چې لا تر اوسه په کې د مخالفت او "نه" غږونو چوپولو لپاره د ټوپک ماشه کاږل کېږي

محمد بوعزيزي د تونس سيدي بوزيد کې د سړک غاړې مېوو او سبو پلورونکی و، د چارواکيو له خوا پرې د پلور بنديز ولګول شو.

بيا نو د ۲۰۱۰ کال د دسمبر ۱۷ مه وه، چې د زور دغه بنديز غوسې محمد بوعزيزي له ولکې وايست او ځان ته يې اور واچاوه.

د ده دغه عمل د تونس حکومت پر وړاندې لومړی پرانيستی احتجاج او لاريون وپاراوه. د سوځېدو له امله د ده پر مرګ لا اوونۍ نه وه تېره چې له غوسې ډکو لاريونو تونس پر سر اخيستی و، او زورواکی واکمن زين العابدين بن علي يې له تونس تېښتې ته اړ کړ.

خو دا يوازې تونس نه و، نژدې يوه مياشت وروسته پسې په مصر کې پاڅون پيل شو او د دغه هېواد ولسمشر حسنی مبارک يې واک پرېښودو ته اړ کړ. په ليبيا کې له یوې خونړۍ جګړې وروسته نظام وپرځېد او زورواکی مشر يې ووژل شو، په يمن کې د نظام مشرتابه بدلون راغی، په سوريه کې لا د بدلون په هيله جګړه روانه او ورسره وينه تويېږي، لنډه دا چې د يوه ځوان د غوسې چيغې ټوله عربي نړۍ کې د لاريونونو او پاڅون بهير پرانيست.

ملالې يوسفزۍ بيا په سوات کې د زور زیاتي پر وړاندې د زړه بړاس ايست. ۱۱ کلنه وه، دوه کاله تېر شوي وو، چې اورپکيو يې پر ټاټوبي سوات ولکه ټينګه کړې وه.

سوات چې د اورپکۍ واکمنۍ کې په يوه زندان بدل شوی و، ښونځيو ته د نجونو په ورتګ بنديز لګېدلی و، ملالې ترې خپلې ورځنۍ کيسې او تجربې کښلې او د ګل مکۍ په نامه يې له نړۍ سره شريکولې.

دې په خپله ليکنه او کيسو تر ډېره د تونس د بوعزيزي په څېر چې عربي نړۍ کې د اتل په سترګه ورته کتل کېدل، د لروبر ډېرو په زړونو کې ځای موندلی و.

د بوعزیزي د سوځېدو له امله د ده پر مرګ لا اوونۍ نه وه تېره چې له غوسې ډکو لاريونو تونس پر سر اخيستی و

خو پوښتنه دا ده چې دا به په په خپل هوډ او ارده په خپله سيمه کې د بوعزيزي په څېر د خلکو ضميرونه او ويده ذهنونه راويښ کړی شي که څنګه؟

هیلې او نهیلۍ

هيلې شته، خو نهيلۍ خورا پراخې او ژورې دي.

بوعزيزي بختور و، په داسې يوه ټولنه کې زېږېدلی و، چې د مخالفت څرګندونې او يا د "نه" غږونو په کې غوږونه موندلی شوی.

خو ملاله يوسفزۍ په بدمرغۍ يوه داسې ټولنه کې زېږېدلې، چې لا تر اوسه په کې د مخالفت او "نه" غږونو چوپولو لپاره د ټوپک ماشه کاږل کېږي، او يا د بم توکمه.

بوعزيزي په يوه داسې ټولنه کې و، چې په لوړه کچه لوستې وه، ښونځي وو، پوهنتونونه وو، د تور او سپين توپير کېدی شوی، نر او ښځه په بې توپيره توګه د ښونځي او پوهنتون له زده کړو برخمن وو.

خو ملاله له يوې داسې ټولنې ده، چې ښونځي په کې په بمونو الوځول کېږي، نجونې په کې له زده کړو محرومېږي او ټول وګړي په کې د ټوپک او بم کلتور کې د ناپوهۍ او ناولوستۍ په تياره کې د ډار او بې سوچۍ ژوند کوي.

د زده کړې او سولې په لټون پسې د ملالې غږ که څه هم لا تر اوسه د بدلون انګازې نه دي لرلې، خو هيلې شته چې پياوړی هوډ يې خواخوږي ومومي

بوعزيزي له يوې داسې ټولنې و چې پر دين پوهاوی په کې هر اړخيز او ژور دی، فتوا ورکول لارې چارې، خپل خلک او سرچينې لري. پر دين بنسټيزې پوهېدنې د عامو خلکو ذهنونه په کې راڼه کړي، او د هر چا له لوبونې يې خوندي کړي دي.

خو ملاله له يوې داسې ټولنې ده، چې ډېر په کې پر دين سم نه پوهېږي، د فتواګانو ګډودي ده، هر څوک د هرڅه فتوا ورکوي. د ګواښنو فضا پر خلکو د ډار سيوری غوړولی، څوک د خپل حق غوښتلو زړه نه شي کولی او د ژوند په هيله يې زورزياتي ته غاړه ايښې ده.

د بوعزيزي پاڅون، که څه هم د ځان په بيه تمام شو، خو د عربي نړۍ ډېر يې د ازادۍ او حقونو له نعمت برخمن کړل.

د زده کړې او سولې په لټون پسې د ملالې غږ که څه هم لا تر اوسه د بدلون انګازې نه دي لرلې، خو هيلې شته چې پياوړی هوډ يې خواخوږي ومومي او د بدلون څرک موندلو نور غږونه ورسره مله او ذهنونه ويښ شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .