وزیرستان ته دعمران خان د لاریون مخه ونیول شوه

د خپريدو وخت: 06:37 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391
imran-khan

په ټانک کې د وینا پر مهال عمران خان پر امریکا سربېره د پاکستان پر ولسمشر اصف علي زرداري او مولانا فضل الرحمن هم نیوکې وکړې

د پاکستاني سیاستوال عمران خان د (تحریک انصاف ) ګوند هغه لاریون چې د جنوبي وزیرستان پر لور يې کاوه دغې سیمې ته له ننوتو مخکې په شا وګرځول شو.

د دغه لاریون مخه د ټانک سیمې په کاوړ نومي لومړۍ پوسته کې ونیول شوه.

له دې وروسته عمران خان د لاریون ګډونوالو ته په ټانک ښار کې وینا وکړه. د بي بي سي د سیمه ییز خبریال په رپوټ کې ویل شوي چې په یاده پوسته کې د (فرنټېر کانسټیبلري) نیمه پوځي ځواک سرتېري ولاړ وو او کانټنېرونو په وسیله يي د لاریون کوونکو لار ډب کړې وه.

"په کاوړ پوسته کې د ملېشې سره سره د پاکستاني پولیس او پوځ کسان هم موجود وو او د لاریون کوونکو د مخنیوي لپاره يې سړک کېندلی و"

شاه محمود قریشي

د عمران خان د ګوند یوه بل مشر شاه محمود قریشي هغه مهال وویل، چې دوی به هڅه وکړي، چې له بلې لارې وزیرستان ته داخل شي، خو وروسته يي د ګوند مشر عمران خان وویل، چې اوس ماښام نژدې دی او که لاریون کوونکي وزیرستان ته داخل هم شي، د تیارې له امله به احتمالاً له امنیتي مسایلو سره مخامخ شي.

د شاه محمود قریشي په خبره په کاوړ پوسته کې د ملېشې سره سره د پاکستاني پولیس او پوځ کسان هم موجود وو او د لاریون کوونکو د مخنیوي لپاره يې سړک کېندلی و.

په ټانک کې د وینا پر مهال عمران خان پر امریکا سربېره د پاکستان پر ولسمشر اصف علي زرداري او مولانا فضل الرحمن هم نیوکې وکړې. د ځايي خبریالانو په وینا په دې لاریون کې زرهاوو کسانو ګډون کړی و، چې په نژدې شپږ سوه ګاډو کې راغلي وو.

له دې یوه ورځ مخکې د ټانک ښار چارواکو ښار ته څېرمه د لاریون کوونکو د مخنیوي لپاره خنډونه جوړ کړي وو، خو لاریون کوونکي له دې خنډونو واوښتل او د ښار په لور يې لاریون پیل کړ.

د مسوولینو په خبره دوی له لاریون کوونکو سره خبرې اترې وکړي، خو د دې خبرو له نابریالیتوب وروسته لاریون کوونکي له خنډونو واوښتل او خپل لاریون ته يې دوام ورکړ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .