بلوچستان:د بدو په بدل کې ۱۳ نجونې واده شوي

د خپريدو وخت: 07:30 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391
iftikhar

ښاغلي چودهري چارواکو ته امر وکړ، چې د دې پېښې له عاملینو سره له قانون سره سم چلند وکړي.

د پاکستان سترې محکمې د قبیلوي دښمنۍ د ختمولو لپاره په بدو کې د نجونو ورکولو دیوې پېښې په اړه چارواکو ته امرکړی، چې په دې اړه لازم اقدامات وکړي.

داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د بلوچستان په ډېره بګټي سیمه کې د بدوپه بدل کې له څلور کلنۍ تر ۱۳ کلنۍ پورې ۱۳ نجونه ورکړل شوې دي.

د بګټي قبیلې دوو سردارانو بي بي سي ته وویل، چې دغه پېښه د سپتمبر په دریمه او څلورمه پېښه شوې ده.

د پاکستان د قاضي القضات افتخارمحمد چودهري په مشرتابه د دغه هېواد سترې محکې دغه پرېکړه د کوټې ښار په محکمه کې وکړه.

" د بلوچستان په ایالتي پارلمان کې د مسوري قبیلي اړوند غړي طارق مسوري هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې دغه نجونې د بدو په بدل کې هغې دودیزې جرګې واده کړې، چې ده يې مشرتوب کاوه."

ښاغلي چودهري چارواکو ته امر وکړ، چې د دې پېښې له عاملینو سره له قانون سره سم چلند وکړي.

د ډېره بګټي مرستیال کمشنر محکمې ته وویل، چې له مخکې يي په دې اړه ځايي چارواکو د اقداماتو کولو امر کړی، خو نوموړي محکمې ته دا هم وویل، چې د دوی له رپوټ سره سم په بدو کې د ورکړل شوې نجونې ۱۳ نه دي، بلکې اووه دي.

بل لور ته د بلوچستان په ایالتي پارلمان کې د مسوري قبیلي اړوند غړي طارق مسوري هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې دغه نجونې د بدو په بدل کې هغې دودیزې جرګې واده کړې، چې ده يې مشرتوب کاوه.د نوموړي په خبره دا د ده بدنامولو لپاره یوه توطیه ده.

په پاکستان کې پروسږ کال یو قانون تصویب شو، چې له مخې يې هغه کس ته، چې ښځې د بدو په بدل کې واده کوي او یايې دغه ډول واده کولو ته اړباسي له درې کلونو تر اوو کلونو پورې د زنداني کېدو سزا ورکول کیږي او تر پنځه سوه زره کالدارو پورې جریمه کیږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .