اورکزی: بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د خپريدو وخت: 09:31 گرینویچ - پنجشنبه 11 اکتوبر 2012 - 20 تله 1391

د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

اورکزی ایجنسۍ کې دیوې بمي چاودنې له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. ځايي چارواکي وايي، چې دغه پېشه نن (پنجشبنه د اکتوبر۱۱) د کوز اورکزی په حسن زی سیمه کې وشوه.

د حسن زیو سیمه د خېبر پښتونخوا ایالت کوهاټ ته څېرمه ده. په دې پېښه کې یو ګاډی د چاودنې ښکار شوی، چې په کې ناست څلور کسان وژل شوي دي.

په دې پېښه کې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي، چې د کوهاټ روغتون ته وړل شوي.

د بي بي سي خبریال د ځايي خلکو له قوله وايي، چې د وژل شویو کسانو شمېر اته تنه دی، خو په رسمي توګه دغه شمېر نه دی تایید شوی.

د چاودنې د څرنګوالي په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي، لومړی ويل شوي وچې دغه چاودنه په سړک کې پر خښ ښوي ماین د ګاډي د وربرابرېدو له امله شوې، خو وروسته چارواکو وویل، چې دوی داسې ګومان کوي، بم په خرګاډي کې نصب شوی و.

په دې سیمه کې له څه مودې راهیسې دغه ډول پېښې کیږي، چې په کې مرګ ژوبله رامنځ ته کیږي.

د سږ کال په جولای کې د اورکزی ایجنسۍ او کوهاټ تر منځ د سپا په سیمه کې یو کاسټر ګاډی پر ماین وخوت، چې د چاودنې له امله يې په هغه ګاډي کې ناست اته تنه وژل شوي وو.

بل لور ته د تېرې جمعې په ورځ( د اکتوبر ۵ ) دې سیمې ته څېرمه هنګو کې د یوه ځانمرګي برید له کبله دوه کسان ووژل شوو. ځايي خلکو هغه مهال ویلي و، چې برید د طالبانو دیوه قومندان مولوي محمد نبي پر کور شوی، چې نوموړی له بریده روغ وتلی.

د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان د هغه برید مسوولیت منلی و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .