ډاکټران: ملالې تېره شپه یو څو خبرې وکړې

د خپريدو وخت: 17:18 گرینویچ - پنجشنبه 18 اکتوبر 2012 - 27 تله 1391

د روغتون مسوولینو د ملالې د درملنې لپاره یو فنډ جوړ کړی، چې په کې خلک بسپنه ورکولای شي.

د ملالې يوسفزۍ ډاکټرانو ويلي چې د هغې روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى.

د دوی په وینا ملالې تېره شپه ډيره ارامه تېره کړه. تر يوه بريده په هوښ هم راغلې او يو څو خبرې يې هم کړي دي.

د ملالې يوسفزۍ ملاتړي او په لندن کې مېشت پښتانه هره ورځ هڅه کوي چې هغه وگوري او د هغې د روغتيايي حالته ځانونه خبر کړي.

د برتانیا په برمنګهم ښار کې د کوین الزبت روغتون مسوولین وايي، چې د ملالې روغتیا يي حالت د ډاډ وړ دی او د هغې درملنه کوونکې ډله ورته بشپړه پاملرنه کوي.

د روغتون مسوولین په خپله ویب پاڼه د ملالې د روغتیايي حالت په اړه تازه معلومات خپروي.

د وروستیو معلوماتو له مخې چې په دغه پاڼه خپاره شوي دي، ملالې په روغتون کې یوه بله هوسا شپه تېره کړه او هغې ته پاملرنه کېږي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ملالې د درملنې لپاره په ګومارل شوي ‌طبي ډله کې د کوین الزیبت روغتون او د برمنګهم کوچنیانو روغتون ډاکټران شامل دي.

ملاله په برتانیا کې د درملنې لاندې ده

د پاکستاني چارواکو او ډاکټرانو له پرېکړې وروسته د سوات ټپۍ شوې ۱۴ کلنه ملاله يوسفزۍ د درملنې لپاره د انگلستان د برمېنگهم روغتون ته استول شوې. ملاله له پاکستان نه برمینګم روغتون ته په یوې ځانګړې الوتکه کې یووړل شوه

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د روغتون مسوولینو د ملالې د درملنې لپاره یو فنډ جوړ کړی، چې په کې خلک بسپنه ورکولای شي.

بل لور ته د روغتون مسوولینو د روغتون په ویب پاڼه کې یوه ځانګړې پاڼه هم پرانیستې، چې په کې خلک له هغې سره د خوا خوږۍ او ښو هیلو پیغامونه په لیکلې بڼه پرېښولای شي.

دوی وايي دغه پیغامونه به له روغېدو وروسته ملالې ته وښودل شي.

په ملالې برید کوونکی "عطا الله"

د دې تر څنګ ځينو رسنيو د پاکستاني چارواکو له خولې رپوټ ورکړى هغه بريد گر چې د سوات پر ملالې يوسفزۍ يې بريد کړى عطالله نومېږي او له بريد وروسته افغانستان ته تښتېدلى دى.

دغو چارواکو ويلي چې عطا الله په ٢٠٠٩ کال کې په سوات کې هغه مهال وينول شو چې هغه د ملا فضل الله له ډلې سره جنگېده.

هغه درې مياشتې په بند کې هم پاتې شوى و.

دا رنگه د پاکستان يوې بلې امنيتي سرچينې ويلي چې نوموړى د نورو طالبانو په څېر هومره زيات تند لارى هم نه و خو د دوى په وينا کله چې ملا فضل االه له سواته د خپلو جنگياليو سره يو ځاى افغانستان ته وکوچيد نو له هغه ځايه يې پر پاکستاني ځواکونو بريدونه پيل کړل.

"ملالې تېره شپه ډيره ارامه تېره کړه او تر يوه بريده په هوښ هم راغلې"

د روغتون ډاکټران

ویل کېږي ښايي دغه ډله اوس هم د عطالله په ځېر ځيني کسان په سوات کې ولري چې د ملالې په څېر ځيني کسان په نښه کړي.

په ملالې برید

د اکتوبر په نهمه نيټه د خیبر پښتونخوا په سوات کې یو نامعلومو وسله والو کس د ښوونځي یوه ګاډي ته ور اوښت او ملاله یې پر سر ويشتله.

په دغه برید کې د سولې جایزه ګټونکې ملالې په شمول درې نورې نجونې هم ټپیانې شوې.

دغه پېښه د سوات په مرکزي ښار مینګوره کې وشوه.

د پاکستاني ‌طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان بي بي سي ته په ټیلفون وویل، چې په ملاله یوسفزۍ دوی برید کړی.

د نوموړي په خبره په هغې يي ځکه برید کړی، چې د ملالې فکر د طالبانو ضد او سیکولر و او دا چې هغې د خپل دغه فکر په ډاګه څرګندونه هم کوله، نو له همدې امله پرې د دوی ملګرو برید وکړ.

د ملالې ملاتړي او په لندن کې مېشت پښتانه هره ورځ هڅه کوي چې هغه وگوري او د هغې د روغتيايي حالته ځانونه خبر کړي

په سوات کې د طالبانو د اوج پر مهال د ماشومانو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په ویاړ د پاکستان حکومت هغې ته د سولې جایزه ورکړه. نوموړې په ۲۰۱۱ کال د ماشومانو لپاره د سولې نړیوالې جایزې ته هم نومانده وه.

ګل مکۍ

ملالې یوسفزۍ په سوات کې د ‌وسله والو طالبانو پر ضد د پاکستاني پوځ له عملیاتو مخکې د سیمې پر حالاتو د بي بي سي لپاره د ګل مکۍ په مستعار نوم یاداشتونه لیکل او شهرت يي وموند.

ملاله دسوات د مینګورې اوسېدونکې وه. په سوات کې له ۲۰۰۹ کال مخکې حالات ډېر ترینګلي وو او د سخت دریځي مذهبي مشر مولانا فضل الله پلوي جنګیالي د دسوات درې په اکثر سیمو واکمن وو.

هغه وخت په سوات کې د نجونو ښوونځي تړل شوي وو. هاغه مهال په سوات کې د دغه ډول حالاتو په اړه په رسنیو کې هم د طالبانو له ډاره ډېر څه نه ویل کېدل. خو ملاله که څه هم کوچنۍ وه، جرات يي وکړ او له مینګورې نه يې د بي بي سي لپاره د ګل مکۍ په مستعار نوم لیکنې پیل کړې.

دې لیکنوچې له بي بي سي نه د یاداشتونو په بڼه خپرېدې دومره شهرت وموند، چې د نوموړې لیکنې نورو نړیوالو رسنیو هم پرله پسې خپرولې.

د ملالې د ژوند په اړه دوو نړیوالو رسنیزو ادارو مستند فلمونه هم جوړ کړل. په دې فلمونو کې هغې پر تعلیم له لګول شویو بندیزونو سره کلک مخالفت څرګند کړ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .