لیکوال او شاعر ډاکټر اعظم د ۷۲ کالو په عمر ومړ

د خپريدو وخت: 06:54 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

ډاکټر اعظم ته د پښتو ژبې د ستر خدمت په لړ کې د امتیاز مډال هم ورکړل شوی و.

نامتو شاعر او لیکوال ډاکټر محمد اعظم اعظم په حق ورسېد. د پښتو ژبې وتلی شاعر، لیکوال، نقاد او ډرامه لیکونکی ډاکټر محمد اعظم اعظم په پېښور کې د ۷۲ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

اروا ښاد اعظم اعظم له ډېرې مودې راهیسې ناروغ و. مرحوم ډاکټر محمد اعظم اعظم په ۱۹۴۰ کال د چارسدې سیمې په رځړو نومې کلي کې د خدای بښلي حېدر خان کره زېږېدلی و.

ډاکټر اعظم لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه کې او لوړې زده کړې یې په اسلامیه کالج او پېښور پوهنتون کې تر لاسه کړي. نوموړي په ۱۹۶۸ کال له پښتو څانګې نه دکتورا واخېسته او له هغه وروسته یې د اکادمۍ ادبیات د ریاست په شمول په مختلفو پوستونو کار وکړ.

"غزل د پاچا استاد خیال محمد خواږه غږ د ډاکټر اعظم ډېر شعرونه د لر او بر پښتونو زړونو ته کوز کړل."

نوموړي د ادبي او علمي خدمتونو په بدل کې یو شمېر جایزې تر لاسه کړې. ډاکټر اعظم چې د پښتو ادب په هر ډګر کې یو لوړ ځای درلود، د ځانګړي سبک څښتن و، له همدې امله یې ډېر شهرت درلود. ډاکټر اعظم اعظم د پېښور پوهنتون پښتو څانګې د رييس په توګه هم کار کړی و.

نوموړې ته د پښتو ژبې د ستر خدمت په لړ کې د امتیاز مډال هم ورکړې شوې و.

د ارواښاد ډاکټراعظم شعرونه د پښتو وتلیو سندر غاړو زمزمه کړي. د غزل د پاچا استاد خیال محمد خواږه غږ د ډاکټر اعظم ډېر شعرونه د لر او بر پښتونو زړونو ته کوز کړل.

ډاکټر اعظم اعظم د پاکستان رادیو او ټیلویزیون لپاره هم ډرامې لېکلې وې. د ډاکټر اعظم اعظم جنازه به د شنبې په ورځ(نومبر ۱۹) د چارسدې په رځړو سېمه کې خاورو ته وسپارله شي. د ډاکټر اعظم اعظم له مرګ سره پښتو ادب کې لویه تشه رامنځ ته شوه، چې کلونه، کلونه به پوره نه شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .