پاکستان: چاودنې او ترافیکي پېښو ۲۷ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 05:50 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

پېښور کې د امنیت خوندې ساتلو لپاره په ځانګړې توګه نژدې درې زره امنیتي ساتونکي په دنده ګومارل شوي.

د خیبر پښتونخوا ایالت په کرک سیمه کې د یوه بس او ټرالر تر منځ د ټکر په پایله کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

په پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په یوه رپوټ کې وویل، چې پېښه د کرک په سپینه بانډه نومې سیمه کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۱۶ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي.

په رپوټ کې ویل شوي، چې ټپیان د کرک روغتون ته لېږدول کېږي. رپوټ زیاتوي چې بس ګاډی له کراچۍ نه پېښور ته پر لار و چې له ټرالر سره وجنګید.

بل لور ته د سند ایالت په دادو سیمه کې د یوې ترافیکي پېشې په پایله کې اته تنه وژل شوي دي.

په دې پېښه کې هغه بس ګاډی، چې شیعه عزا کونکي یې لېږدول، د پېښې ښکار شو. په وژل شویو کې دوې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

پاکستان کې ترافیکي پېشې معمول دی، خو د مني په موسم کې د لړو له امله په دغه هېواد کې ترافیکي پېشې زیاتیږي.

هلته د خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان ښار کې د عزادارانو یو لاریون ته څېرمه نن سهار چاودنه شوې.

د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او یو کس ټپي شوی. ټپي شوی کس پولیس دی.

چاودنه د تهویا فاضل په سیمه کې د شیعه ګانو یوه لاریون ته نژدې شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومتي چارواکو د محرم الحرام د نهمې ورځې په مناسبت د کلکو امنیتي تدبیرونو خبر ورکړی.

د خیبر پښتونخوا له مرکزي ښار پېښوره د بي بي سي خبریال په خپل رپوټ کې کاږي، چې په دغه ښار کې د محرام الحرام په نهمه ورځ د امنیت خوندې ساتلو لپاره په ځانګړې توګه نژدې درې زره امنیتي ساتونکي په دنده ګومارل شوي.

د دغه ایالت شپږ سیمې ډېرې حساسې بلل شوې دي. د پېښور ښار مرکزې برخې، قصه خوانۍ، کوهاټي بازار، چوک یادګار او ګنج سیمو شاوخوا اغزن تارونه ګرځول شوي او په بشپړه توګه تړل شوې دي.

د پېښور پولیس مشر اصف اقبال وايي، د ښار په ۱۲ سیمو کې نوې امنیتې پوستې جوړې شوې او یو شمېر سیمو کې څارونکې کامرې هم نصب شوې دي.

پاکستان کې د محرم الحرام د میاشتې په نهمه ورځ د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په خاطر د دغه هېواد حکومت د ټولو مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګولی.

دغه راز د بي سیمه ټیلیفون په فعالیت او په یو شمېر ښارونو کې د موټرسایکلونو په ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.

د جمعې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر رحمان ملک له خبریالانو سره په خبرو کې دغه اعلان وکړ.

"د پاکستان د دولتي ټلویزیون په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد، حیدراباد، هنګو او کورمه ایجنسۍ سیمو کې به د سهار له۱۰ بجو د ماخوستن تر اتو بجو پورې د موټر سایکل په ګرځېدو هم بندیز ولګول شي."

نوموړي وویل حکومت یې د موبایل تر څنګ د ډیجیټل ټیلیفون پر بې سیمه شبکه هم بندیز لګولی.

د نوموړي په خبره د پاکستان د یو شمېر ښارونو تر څنګ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر او ګیلګیت په ځینو سیمو کې هم د موبایل ټیلیفون شبکې غیر فعاله کېږي.

د محرم الحرام په نهمه ورځ به د پاکستان په بیلا بېلو سیمو کې د عزادارۍ مراسمو په لړ کې لاریونونه تر سره کېږي، چې د دغه هېواد د امنیتي چارواکو په وینا دوی یې د امنیت خوندې کولو لپاره کلک تدابیر کړي دي.

د پاکستان د دولتي ټلویزیون په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد، حیدراباد، هنګو او کورمه ایجنسۍ سیمو کې به د سهار له لسو بجو د ماخوستن تر اتو بجو پورې د موټر سایکل په ګرځېدو هم بندیز ولګول شي.

په پاکستان کې د ورځپاڼو وېشونکو ته ویل شوي، چې د محرم الحرام په نهمه ورځ به د ورځې له ۱۰ بجو وروسته د ورځپاڼو د وېش اجازه ونه لري.

د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې امنیتي چارې پوځ ته سپارل شوې دي. په کورمه ایجنسۍ او هنګو سیمو کې امنیتي چارې پوځ ته سپارل شوې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .