شمالي وزیرستان کې ډرون برید شوی

د خپريدو وخت: 07:30 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391

دغه برید د شمالي وزیرستان مرکز میرانشا نه ۱۳ کیلومتره لېرې په مبارک شاهي نومي کلی کې شوی.

ډېورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په مرکز مېرانشا کې ځايي چارواکو ویلي، چې د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په یوه برید کې درې کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه برید د شمالي وزیرستان مرکز میرانشا نه ۱۳ کیلومتره لېرې په مبارک شاهي نومي کلی کې شوی.

د بي بي سي ځايي خبریال د چارواکو له قوله په خپل رپوټ کې وايي، چې برید پر یوه کور شوی، چې له امله یې درې کسان وژل شوي دي.

ویل کېږي، چې په وژل شویو کسانو کې یو ازبک سړی هم شامل دی. په قبایلي سیمو کې له تېرو څو کلونو راهیسې د ډرون الوتکو توغندويي بریدونه دوام لري.

د امریکا او پاکستان تر منځ د خپل منځي اړیکو پر مهال دغه بریدونه د څه مودې لپاره ځنډول کېږي، خو په بشپړه توګه هېڅ کله نه دي درول شوي.

پروسږ کال د نومبر په میاشت کې پر پاکستاني پوځې پوستې د ناټو ځواکونو له برید وروسته څه موده دغه بریدونه وځنډول شول، خو له هغه وروسته بیا پیل شول.

"د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن حنا رباني کهر په امریکا کې د شتون پر مهال ویلي و، چې دغه ډول بریدونه غېر قانوني دي."

پاکستان له دې بریدونو سره مخالفت کوي او دغه ډول بریدونه پر خپل ملي حاکمیت یرغل بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن حنا رباني کهر په امریکا کې د شتون پر مهال ویلي و، چې دغه ډول بریدونه غېر قانوني دي.

د نوموړې په خبره پاکستان د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د ډرون بریدونو له هدف سره متفق دی، خو د دې بریدونو څرنګوالی ورته د منلو نه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې له څرګندونو وروسته د امریکايي راډیو (این پي ار) په یوه رپوټ کې وویل شول، چې د پاکستان له پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف نه نیولې بیا تر اوسني حکومت پورې، د پاکستان ټول واکمن دغه ډول بریدونه تاییدوي.

د راډیو له رپوټ سره سم په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د ډرون بریدونو په اړه د پاکستاني حکومت نا رضایت ولېدل شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .