زرداري: ملاله د هېواد لپاره ویاړ دی

د خپريدو وخت: 10:39 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

ولسمشر زرداري او لور یې آصفه بوټو د ملالې یوسفزۍ پوښتنه وکړه او هغه یې نومیالې او پاکستان لپاره ویاړ وبلله.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د ملالې یوسفزۍ پوښتنه وکړه.

ملاله یوسفزۍ څو موده وړاندې په سوات کې د طالبانو په یوه برید کې له ټپي کېدو وروسته په برتانیا کې تر درملنې لاندې ده.

د ملکې الزابت په روغتون کې له ملالې سره د لیدلو پرمهال ولسمشر زرداري وویل ملاله د خپل هېواد لپاره یو ویاړ دی.

ولسمشر اصف علي زرداري ته چې لور اصفه بوټو هم ورسره مله وه د ملالې د روغتیايي حالت او درملنې په هکله معلومات ورکړل شول.

ښاغلي زرداري او لور یې له ملالې سره پنځه دقیقې ځانته ولیدل او وروسته یې د ملالې د کورنې له نورو غړو او پلار ضیاوالدین یوسفزي سره هم خبرې وکړې.

ولسمشر زرداري د ملالې د درملنې له امله د ملکې الزابت روغتون مننه وکړه.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به نن له لندن نه پاریس ته لاړ شي او هلته به د ملالې له ملګرتیا سره د نجونو د زده کړې ملګرتیا وکړې تر سرلیک لاندې په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

دا کنفرانس د ملګرو ملتونو او پاکستان په ګډې همکارۍ جوړ شوی دی.

ملالې یوسفزۍ د بي بي سي اردو څانګې ته د ورځنیو حالاتو په اړه د ګل مکۍ په نامه لیکنې کولې چې د هغې د مشهوریدو لامل شوې.

ملاله یوسفزۍ د اکتوبر د میاشتې په نهمه ښوونځي ته پر لار د طالبانو له خوا له دوو نورو نجونو سره یوځای سخته ټپي شوه چې په پاکستان کې له لومړنیو درملنو وروسته بریتانیا ته د درملنې لپاره ولېږدول شوه.

لسګونو زرو کسانو یو سند لالیک کړی او غوښتنه یې کړې چې ملالې یوسفزۍ ته دې د نوبل جایزه ورکړل شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .