د ایران او پاکستان پر پوله ۱۱ ناقانونه کډوال وژل شوي

د خپريدو وخت: 13:01 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال وايي په پاکستان کې ګڼ قاچاق کوونکي شته چې له خلکو نه اروپايي هېوادونو ته د لېږدولو او هلته د کار ورکولو په پلمه پیسې اخلي، خو کله کله دغه غیر قانوني کډوال اروپا ته له رسېدو د مخه د ایران او پاکستان پر پوله ووژل شي.

رپوټونه وايي د ایران-پاکستان پر ګډه پوله د تېر جمعې په ورځ ۱۱ ناقانونه کډوال په ډزو وژل شوي دي.

دوی د پوټان سیمه کې د ګوادر بندر په ۸۰ کیلومترۍ کې په ډزو کې وژل شوی دی.

د بلوچستان په مکران سیمه کې یوه لوړ رتبه دولتي چارواکي عبدالفتاح بنګر بي بي سي ته وویل وسله والو کسانو هغه ۱۱ کسان په نښه کړي چې په غېر قانوني ډول ایران ته روان وو.

دغه چارواکي وویل چې وژل شوي کسان د پنجاب او بلوچستان صوبې اوسېدونکي دي خو ځینې رپوټونه وايي چې په وژل شويو کسانو کې افغانان هم شته.

دا کسان د انسانانو د قاچاق کوونکو له خوا ایران ته په قاچاقي ډول لېږدول کېدل او تراوسه دا څرګنده شوې نه ده چې د چا له خوا وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په همدې سيمه کې ورته پېښې شوې دي.

د روان ۲۰۱۲ کال په جولای کې هم د تُربت په سیمه کې ۱۸ هغه بلوڅان په ډزو ووژل شول چې ایران ته په غیرقانوني توګه لېږدول کېدل.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال وايي په پاکستان کې ګڼ قاچاق کوونکي شته چې له خلکو نه اروپايي هېوادونو ته د لېږدولو او هلته د کار ورکولو په پلمه پیسې اخلي، خو کله کله دغه غیر قانوني کډوال اروپا ته له رسېدو د مخه د ایران او پاکستان پر پوله ووژل شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .