دته خیلو کې ډرون برید پنځه بهرنیان وژلي

د خپريدو وخت: 06:27 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکې لومړی برید د ۲۰۰۴ کال د جون میاشتې په ۱۸ وشو.

د قبایلي سیمو چارواکي وايي شمالي وزیرستان کې د ډرون برید په پایله کې پنځه بهرني سخت دریځي وژل شوي دي.

د قبالي سیمې ځايي چارواکي وايي، بې پیلوټه الوتکې پر یوه کور درې توغندي توغولي، چې په پایله کې په دغه کور کې موجود پنځه بهرني سخت دریځي وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي دغه برید له مېرانشا څخه ۴۰ کیلومتره لېرې د دته خیلو په ماني ګربز سیمه کې شوی، چې د ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرته سیمه ده.

د ځايي چارواکو په وینا د وژل شویو کسان په اړه کره معلومات نه شته، چې د کوم هېواد اوسېدونکي دي.

په دته خیلو سیمه کې له دې مخکې هم یو شمېر ډرون بریدونه شوي، چې په کې سخت دریځو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دته خیل سیمه ګڼ ځنګلونه او دنګ غرونه لري او دروسانو پر ضد د افغانانو د جهاد پر مهال ډېرو مجاهد ینو په کې مرکزونه درلودل.

له دې سره سره د پنجابي ‌طالبانو او یو شمېر عرب سخت دریځو مرکزونه هم په دغه ځای کې شته.

د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ کې لومړی ډرون برید په همدې دته خیلو کې پر یوه روان ګاډي وشو، چې په کې پنځه بهرني سخت دریځي ووژل شول.

"شمالي وزیرستان کې د پاکستان حکومتي چارواکي وايي، د جلال الدین حقاني، سراج الدین حقاني او حافظ ګل بهادر مرکزونه هم په همدې سیمه کې دي."

د ځايي چارواکو په وینا هغه ګاډی له دیګانو سیمې څخه دته خیلو ته پر لار و، چې پرې ډرون برید وشو.

په هغه برید کې وژل شوي ټول کسان د ترکمنستان اوسېدونکي وو.

له هغه راهیسې په دې سیمه کې یو شمېر ډرون بریدونه شوي، چې اکثر په کې د حافظ ګل بهادر د ډلې کسان او یا بهرني سخت دریځي په نښه شوي دي.

قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکې لومړی برید د ۲۰۰۴ کال د جون میاشتې په ۱۸ وشو، چې د ځايي طالبانو مشر نیک محمد په کې ووژل شو.

هغه برید د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه ته نژدې شوی و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .