سوابۍ کې شپږ مرستندويې ښځې وژل شوې دي

د خپريدو وخت: 14:36 گرینویچ - سه شنبه 01 جنوري 2013 - 12 مرغومی 1391

د رپوټونو له مخې دا لومړى ځل دی چې په سوابۍ کې پر یوې ناحکومتي ادارې برید کېږي

چارواکي وايي د خیبرپښتونخوا په سوابۍ کې وسله والو د یوې نا حکومتي موسسې پر ګاډي ډزې کړي چې شپږ ښځینه کارکوونکې او یو طبي تخنيکر وژل شوی او موټر چلوونکی يې ټپي شوى دی.

پولیس وايي دغه ګاډي د اوجالا په نامه د مرستندویه ټولنې کارکوونکي له مرکزه وړل چې د شیر افضل بانډې لوی سړک ته څېرمه په انبار سیمه کې پرې برید وشو.

پولیس زیاتوي دغه ډله د ښوونځي او روغتیايي مرکز نه د کور په لور روانه وه چې نامعلومه وسله والو یې پر ګاډې ډزې وکړي.

د سوابۍ د پولیسو مشر عبدالرشید خان وايي بریدګر "څلور کسان وو او په دوو موټرسایکلو سپاره وو. دوی د دغو کسانو په ګاډي برید وکړ، د ګاډي په ښی او ګیڼ اړخونو یې ډزې پیل کړې او بیا وتښتېدل"

ځايي پولیس وايي د برید وجه لا نه ده معلومه خو پلټنه یې پیل کړې ده او په سیمه کې یې د لټون لوى عملیات هم پیل کړي خو تر اوسه یې په دې تور څوک نه دي نیولي. خو د دغې ادارې چلوونکي وايي کېدی شي د واکسینو پروګرام یې د برید سبب ګرځېدلی وي.

تېره میاشت په یو شمېر ډله ییز بریدونو کې وسله والو د پولیو واکسین ۹ کارکوونکي ووژل. که څه هم پاکستاني طالبانو د دې برید پړه نه وه منلې خو څه موده وړاندې طالب مشرانو ویلي وو چې د پولیو واکسینو کمپیان د جاسوسۍ لپاره کېږي او د مسلمانانو د غولولو لپاره دی.

"ځايي پولیس وايي د برید وجه لا نه ده معلومه خو پلټنه یې پیل کړې ده او په سیمه کې یې د لټون لوى عملیات هم پیل کړي"

د رپوټونو له مخې دا لومړى ځل دی چې په سوابۍ کې پر یوې ناحکومتي ادارې برید کېږي خو تر دې وړاندې پر یو شمېر ښوونځيو بریدونه شوي وو.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د مړو جسدونه په سوابۍ کې د شاه منصور روغتون ته استول شوي او ژوبل شوی کس د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته یوړل شوی.

د اوجلا مرستندوېه ټولنې یو کارکوونکی محمد رفیق بي بي سي ته وویل له برید ه وړاندې چا ورته کوم گواښ نه و کړی.

د اوجلا دغه مرستندویه ټولنه په ۱۹۹۱ کال کې کار پېل کړى چې په سیمه کې د پوهنې او روغتیا په برخو کې مرسته کوي.

په لومړیو کې د دغې ټولنې نوم ویمن ویلفیېیر سوسایټي یعنی د میرمنو د خيرښېګڼې ټولنه وه خو په ۲۰۰۹ کال یې نوم په سپورټ وید ورکنګ سلوشن بدل شو چې وروسته په اوجلا مشهوره شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .