د ډرون برید د طالبانو مهم قومندان ملا نذیر وژلی

د خپريدو وخت: 20:14 گرینویچ - پنجشنبه 03 جنوري 2013 - 14 مرغومی 1391

ملانذیر درېیم مهم مشر و چې وژل کېږي

د قبایلي سیمې وزیرستان په شمالي او جنوبي برخو کې د دوو ډرون بریدونو په پایله د طالب قومندان ملانذیر په ګډون نهه کسه سخت دریځي وژل شوي دي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د قبایلي سیمې وزیرستان په شمالي او جنوبي برخو کې د دوو ډرون بریدونو په پایله د طالب قومندان ملانذیر په ګډون نهه کسه سخت دریځي وژل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان ځايي چارواکو ویلي، چې ملانذیر په سره کنډو سیمه کې د یوه ډرون برید په پایله کې وژل شوی دی.

دغه برید کې له ملا نذیر سره د یوه بل طالب قومندان رپاخان په ګډون پنځه نور سخت دریځي هم وژل شوي دي.

واڼه کې ځايي چارواکو بي بي سي ته وویل، چې دغه برید تېره شپه انګور اډې سیمې ته نژدې شوی. د چارواکو په وینا ملا نذیر په یوه ګاډي کې له برمل سیمې څخه واڼه ته پر لاره و، چې سره کنډو سیمه کې یې پر ګاډي ډرون برید وشو.

وسله والو طالبانو د ملا نذیر د وژل کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دویم ډرون برید هم تېره شپه ( د جنوري ۳ ) د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې شوی، چې په کې ډرون الوتکې یو ګاډی په توغندیو وویشت.

پاکستان کې د ډرون په بریدونو کې وژل شوي اورپکي

  • جنوري ۲۰۱۳: د پاکستاني اورپکو مشر ملا نذیر
  • جون ۲۰۱۲: د القاعدې لوړپوړی قومندان ابو یحیی اللیبي
  • فبروي ۲۰۱۲: د القاعدې قومندان بدر منصور
  • اګست ۲۰۱۱: د القاعدې قومندان عطیاح عبدالرحمان
  • جون ۲۰۱۱: د القاعدې یو مهم غړی الیاس کشمېري
  • اګست ۲۰۰۹: د طالبانو مشر بیت الله مسعود

د ځايي چارواکو په وینا دې برید کې د حکیم الله مسېد ډلې یو قومندان فیصل خان او دوه ازبک سخت دریځي وژل شوي دي.

ملا نذیز د احمدزي وزیر قبیلې اړوند و او په شمالي وزیرستان کې یې د حافظ ګل بهادر او اتحاد المجاهدین له اورپکو ډلو سره نژدې اړیکي درلودل.

نوموړی په پیل کې دغه سیمه کې د بیت الله مسېد د استازي په توګه پېژندل کېده، خو وروسته د خپل منځي اختلافاتو په پایله له حافظ ګل بهادر سره ملګری شو او اوس یې ملا محمد عمر خپل رهبر باله.

نوموړی په دا وروستیو کې واڼه کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ټپي شوی و. پر ده له دې مخکې هم دوه ځله ډرون بریدونه شوي، چې ورڅخه ژوندی وتلی و.

لومړی برید واڼه کې د ۲۰۰۸ کال په اوږدو کې وشو، چې نوموړي په کې ټپي شو. دویم برید د اعظم ورسک سیمه کې د نوموړي پر ګاډي وشو، چې د ورور په ګډون یې څلور کسه په کې ووژل شول.

ملا نذیر او پاکستان

وزيرستان کې د طالبانو درې لويې ډلې فعاليت کوي چې ملانذير يې د يوې مشر و چې د پاکستان له پوځ سره يې ښه اړېکې درلودل. ځینې شننوکي وايي ملانذیر ته په پاکستان کې ښه طالب ویل کېدو ځکه چې هغې به په پاکستان کې دننه بریدونه نه کول.

دوه و نورو کې يو ه يې د حقاني شبکه ده او د درېمې ډلې مشري يې حافظ گل بهادر کوي.

نو د ده مرگ کېداى شي چې په سيمه کې ستراتيژيک انډول چې پاکستاني پوځ يې د ساتلو لپاره هلې ځلې کولې، گډوډ کړي.

په ٢٠٠٧ کال کله چي ملانذير وکولى شي چې ازبک اورپکي د واڼې له سيمې وباسي، نو ديوه مشر په توگه يې شهرت ډېر شو.

خو دامريکايانو لپاره هغه يو مهم هدف و. ځکه له هغې راهيسي چې واڼه کې يې د طالبانو ولکه ټينگه کړه، ډېر پام يې د افغانستان جگړ ې ته و، اورپکي يې روزل او د لوديځ پر ځواکونو د بريدونو لپاره يې افغانستان ته استول، په تيره د افغانستان سويلي سيمو ته.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .