ملاله یوسفزۍ له روغتونه کور ته ولېږدول شوه

د خپريدو وخت: 10:25 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

هغه ډاکټران، چې د ملالې درملنه کوي، وايي د روانې میاشتې په پای او یا د فبرورۍ په لومړیو کې به د ملالې د سر بیا ځلي جراحي وشي.

ملاله یوسفزۍ ، چې د سوات په مینګوره کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ټپي شوې وه، له دوې نیمې میاشتنۍ درملنې وروسته برمنګهم کې له روغتونه کورته لاړه.

د کوین الزیبت روغتون ویندوی د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې کور کې به د ملالې درملنه دوام وکړی، خو د جراحي عملیاتو لپاره به هغه په څو راتلونکو ورځو کې یو ځل بیا روغتون ته مراجعه وکړي.

هغه ډاکټران، چې د ملالې درملنه کوي، وايي د روانې میاشتې په پای او یا د فبرورۍ په لومړیو کې به د ملالې د سر بیا ځلي جراحي وشي.

د یاد روغتون د روغتیاپالنې مشر ډاکټر ډیو روسر ویلي، چې د درملنې پر مهال د ملالې روغتیايي حالت په ښه کېدو دی.

د هغه په وینا د کوین الزیبت روغتون ماهر ډاکټران د برمنګهم د ماشومانو روغتون د ډاکټرانو په مرسته د ملالې درملنه کوي.

"سخت دریځو طالبانو پر ملالې د برید په اړه وویل، چې هغې د سیکولرازم د خپرواي لپاره فعالیت کاوه، ځکه پرې دوی برید وکړ. ‌طالبانو ګواښ وکړ، چې دوی به بیا هم پر ملالې برید وکړي."

د تېر کال په اکتوبر کې چې پر ملالې برید وشو، نو مرمۍ د هغې د کیڼې سترګې له پاسه ولګېده او د دماغ څنګ ته تېره شوه. هغه مرمۍ د ملالې له سره برتانیا ته د هغې له لېږدولو مخکې پاکستان کې و ایستل شوه.

سخت دریځو طالبانو پر ملالې د برید په اړه وویل، چې هغې د سیکولرازم د خپرواي لپاره فعالیت کاوه، ځکه پرې دوی برید وکړ. ‌طالبانو ګواښ وکړ، چې دوی به بیا هم پر ملالې برید وکړي.

پر ملالې له برید کولو وروسته په ټوله نړۍ کې پر طالبان سختې نیوکې وشوې.

بل لور ته د پاکستان حکومت د ملالې پلار ضیاالدین یوسفزی برمنګهم کې د دغه هېواد په کونسلګرۍ کې د تعلیمي اتاشه په دنده ګومارلی.

ضیاالدین یوسفزي د سوات په مینګوره کې خپل ښونځی درلود، چې ملالې هم په کې زده کړې کولې. ملالې ته په دا وروستیو کې د سولې لپاره د ټیریري جایزه ورکړل شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .