قاضي حسين احمد ومړ

د خپريدو وخت: 22:26 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

دى په پښتو، انګرېزي، اردو، عربي او فارسي ژبو پوهېده.

د جماعت اسلامي مشر قاضي حسين چې دا څو کاله د زړه له رنځه کړېده، درې ورځې دمخه يې حالت ډېر خراب شو او د يکشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د ٧۵ کلو په عمر مړ شو.

قاضي حسين احمد هغه مهال چې لا انګرېزانو پر پښتونخوا او د هند پر نيمه وچه واکمني درلوده، په نوښار کې وزېږېد.

پلار يې قاضي عبدالرب هم د خپل مهال خولور روحاني او جهاد پلوى مشر و. خو له دې سره سره يې په سوداګرۍ کې هم لوى لاس درلود.

د قاضي حسين احمد خپل کاري ژوند هم د درملو له پلورنې پيل شوى او په ترڅ کې يې د پښتونخوا د سوداګرۍ خونې تر مرستيال مشرتابه هم رسېدلى دى.

قاضي حسين احمد په جغرافيه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې درلودې او مخکې له دې چې اسلامپالي سياست ته وڅکېږي، د سوات په جهانزېب کالج کې ښوونکى و.

دى په پښتو، انګرېزي، اردو، عربي او فارسي ژبو پوهېده.

قاضي حسين احمد په ځوانۍ کې د افغانستان له اسلامپالو مشرانو سره نژدې شو او د هغوى د ليدو لپاره د محمد داود خان د جمهوريت پر مهال د درملو د سوداګر په پلمه افغانستان ته ورته.

يو ځل آن تر کندزه هم رسېدلى و. وروسته يې د داودخان سياسي اسلامپالي مخالفين چې په افغانستان کې يې د پاڅونو طرحې شنډې شوې وې، په پېښور کې وساتل او د ذوالفقار علي بوټو له ادارې او وروسته د ضيالحق له پوځي واکمنۍ سره يې نژدې کړل.

د ده د خپلې خولې خبره ده چې "ګلبدين حکمتيار، احمدشاه مسعود او برهان الدين رباني يې ترپالنې لاندې وو."

ده ويل برهان الدين رباني ته يې چې پر پښتو نه پوهېده، د محمد داود خان له استخباراتو نه د پټېدو لپاره د "چترالي ملا" نوم ورکړى و.

پر افغانستان سربېره، قاضي حسين احمد په کشمير، چچنيا او بوسنيا هرڅوګووينيا کې هم د جهادي ډلو ملاتړى پاتې شوى دى.

دى په ١٩٨٦ کال کې چې افغانستان د شوروي لښکرو په ګورت کې و، د خپل تنظيم- جماعت اسلامي مشر شو او نژدې ٢٣ کاله يې دغه دنده پر غاړه وه.

له ده دوه لوڼې او دوه زامن پاتې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .