قاضي حسین احمد نوښار کې خاورو ته وسپارل شو

د خپريدو وخت: 19:55 گرینویچ - 06 جنوري 2013 - 17 مرغومی 1391

د قاضي حسین احمد جنازه په پېښور کې نن (یکشنبه د جنوري ۶) ماسپښین درې بجې ادا شوه، چې د پاکستان یو شمېر سیاسي شخصیتونو او مخورو هم په کې ګډون کړی و.

د جماعت اسلامي ګوند د پخواني امیر قاضي حسین احمد جنازه د پېښور په جناح پارک کې وشوه، چې ګڼ شمېر سیاسي او دیني مشران هم ورغلي وو.

قاضي حسین احمد په نوښار کې د زیارت کاکا صاحب په کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

قاضي حسین احمد د وفات کېدو پر مهال د ۷۴ کاله و او نوموړی له څه مودې راهیسې د زړه په رنځ اخته و.

د یکشنبې په ورځ (جنوري ۶مه) د نوموړي د روغتیايي حالت له خرابېدو وروسته هغه د درملنې لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ولېږدول شو، چې د زړه درېدو له امله په هغه ځای کې ومړ.

قاضي حسین احمد څلور ځله د جماعت اسلامي ګوند مشري کړې وه.

نوموړی په ۱۹۷۰ کال کې د پېښور سیمې لپاره د جماعت اسلامي ګوند مشر وټاکل شو او په ۱۹۸۶ کال یې د پاکستان د مشرانو جرګې غړیتوب تر لاسه کړ.

په ۱۹۹۲ کال نوموړی دویم ځلي د نوموړې جرګې غړی شو، خو په ۱۹۹۶ کل یې د وخت له حکومت سره د اختلاف له امله استعفا ورکړه.

پاکستان کې د ۲۰۰۲ کال ټاکنو کې قاضي حسین احمد په ورته مهال له دوو سیمو څخه د پاکستان ولسي جرګې ته د استازي په توګه وټاکل شو.

قاضي حسین احمد له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۸ پورې د پاکستان د مذهبي ګوندونو د اتحاد ( متحده مجلس عمل) مشري هم پر غاړه درلوده.

"د ده د خپلې خولې خبره ده چې ګلبدین حکمتیار، احمد شاه مسعود او برهان الدین رباني یې ترپالنې لاندې وو"

نوموړی د ۱۹۳۸ کال د جنورۍ په ۱۲ مه د نوښار سیمې په کاکاصاحب کلي کې زېږېدلی و.

د قاضي حسین احمد خپل کاري ژوند هم د درملو له پلورنې پیل شوی او په ترڅ کې یې د پښتونخوا د سوداګرۍ خونې تر مرستیال مشرتابه هم رسېدلی دی.

قاضي حسین احمد په ځوانۍ کې د افغانستان له اسلامپالو مشرانو سره نژدې شو او د هغوی د لیدو لپاره د محمد داود خان د جمهوریت پر مهال د درملو د سوداګر په پلمه افغانستان ته ورته.

يو ځل آن تر کندزه هم رسېدلی و.

د ده د خپلې خولې خبره ده چې "ګلبدین حکمتیار، احمد شاه مسعود او برهان الدین رباني یې ترپالنې لاندې وو". ده ویل برهان الدین رباني ته یې چې پر پښتو نه پوهېده، د محمد داود خان له استخباراتو نه د پټېدو لپاره د چترالي ملا نوم ورکړی و.

پر افغانستان سربېره، قاضي حیسن احمد په کشمیر، چچنیا او بوسنیا هر څوګووینیا کې هم د جهادي ډلو ملاتړی پاتی شوی دی.

له نوموړي دوه زامن او دوې لوڼې پاتې دي. د قاضي حسین احمد یوې لور ډاکټر سمیعه راحیل قاضي هم په تېر کې د پاکستان د ولسي جرګې غړیتوب تر لاسه کړ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .