د کوټې بريدونو پر وړاندې احتجاجونه روان دي

د خپريدو وخت: 15:37 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

د هزاهره ګانو مشرانو ويلي په کار دی چې په کوټه کې د امنيت ټينگولو واک پوځ ته وسپارل شي

په کوټه کې د بلوچستان د روغتيا چارواکي وايي د تېرې پنجشنبې/زيارت ځانمرګي بريد او دوو نورو چاودنو له امله د وژل شويو شمېر ۱۰۳ تنو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د ټپیانو شمېر ۲۱۹ تنه دی.

د پاکستان د امبولانس تر ټولو لويې مرستنديه ټولنې ايدهي ويلي چې د علمدار سړک بمي چاودنې ورسته چې کله د دوی کارکونکي د پېښې ځای ته ورسېدل نو د دويمې چاودنې او ډزو له امله د دوی ۴ تنه کارکونکي وژل شوي دي.

په کوټه کې د بمي چاودونو پر ضد د هزاره ګانو له خوا پيل شوی احتجاج لا روان دی او په بمي چاودنو کې يې د خپلو وژل شويو مړيو له خښولو ډډه کړې ده.

په همدې وخت کې مرکزي حکومت د هزار ګانو احتجاج پای ته رسولو هڅې پيل کړې دي.

د باچاخان چوک او علمدار سړک د بمي چاودونو پر ضد د پښتونخوا ملي عوامي گوند د يکشنبې/اتوار پر ورځ په کوټه کې د کاربنديز اعلان کړی دی.

د شنبې/ خالي (د جنورۍ ۱۲ مې) په کوټه کې احتجاجي لاريون د "يکجهتي کونسل" يووالي شورا په غوښتنه د هزاره ګانو له خوا شوی و. په لاريون کې د بلوچستان شيعه کانفرنس، هزارہ ډيموکراټيک گوند او د نورو ډلو کارکونکو ښځو او ماشومانو په ګډون گڼ شمېر خلکو ګډون کړی و.

کله چې لاريون د ښار له بېلا بېلو برخو تېرېده په ښار کې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي وو، او ډېری دکانونه او هټۍ هم تړل شوي وو او عادي خلک له وېرې په کورونو کې تم وو.

ورسته د لاريون برخه وال د بلوچستان پوليسو د مشر ودانۍ مخې ته احتجاجي ناسته وکړه،

او د هزاره ګانو مشرانو ويناوې هم وکړې.

د کوټې ځانمرګي بريد او دوو نورو چاودنو له امله د وژل شويو شمېر ۱۰۳ تنو ته رسېدلی دی

دوی ويل چې حکومت د ولس د ځان او مال خوندي ساتلو کې پاتې راغلی دی، او اوس په کار دی چې په کوټه کې د امنيت ټينگولو واک واختيار پوځ ته وسپارل شي.

"د امنيت واک دې پوځ ته وسپارل شي"

د هزاره ډيموکراټيک گوند مشر عبد الخالق هزاره چې خپله هم د بمي چاودنو او د هزاره ګانو د وژنو پر ضد د خوراک نه کولو په اعتصاب پيل کړی، وويل تر هغه چې د کوټې امنيت ساتلو چارې پوځ ته ونه سپارل شي، دوی به د هزاره ګانو مړي خاروته ونه سپاري.

عبدالخالق هزاره زياته کړه چې د علمدار سړک په ځانمرګي بريدونو کې د هزاره ګانو ۷۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زيات ټپيان شوي دي.

په پلازمېنه اسلام آباد کې د پاکستان لومړي وزير راجه پروېز اشرف د کوټې پر بمي چاودنو ژوره خواشيني څرگندہ کړې او د بلوچستان اعلی وزير نواب اسلم رئيساني يې، چې بهر ته پر سفری دی، سمدلاسه پاکستان ته غوښتی دی.

لومړي وزير د کوټې په بمي چاودنوکې د وژل شويو کسانو د کورنيو لپاره د يو يو مليون او د ټپيانو لپاره يې د يو يو لک کالدارو (پاکستاني رپيو) ورکولو اعلان کړی دی.

ايالتي حکومت يو ځل بيا په کوټه کې د امنيت د خوندي کولو لپاره سرحدي پوځيانو ته د پوليسو واک ورکړی چې له مخې يې سرحدي پوځيان نه يوازې د شکمنو کسانو پلټنه کولی شي بلکې د هغو کسانو پر کورونو چې د ورانۍ تور پرې دی چاپې هم وهلی شي.

خو له دې سره سره لا تر اوسه د پنجشنبې/زيارت د بريدونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .