د بلوچستان پارلمان سرحدي عسکرو تړلى

د خپريدو وخت: 14:11 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391

دا ګام تر هغه وروسته اخيستل شوى چې په بلوچستان کې ګورنر راج يا د والي واک اعلان شوى او ټاکل شوي استازي له واکه بې برخې شوي دي.

په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ ته مخامخ د سې شنبې په ورځ ( د جنورۍ/ ١٥) ګڼ شمېر په وسلو سمبال سرحدي عسکر ولاړ وو.

دوى د اسمبلۍ لويه دروازه د ايالتي مشر وزير نواب اسلم ريساني د لېرې شوي حکومت وزيرانو او نورو غړو پر مخ تړلې وه.

دا ګام تر هغه وروسته اخيستل شوى چې په بلوچستان کې ګورنر راج يا د والي واک اعلان شوى او ټاکل شوي استازي له واکه بې برخې شوي دي.

خو د ګونر راج تر پيلېدا يوه ورځ وړاندې ګونر ذالفقار مګسي د ايالتي جرګې غونډه وربللې وه چې د صوبې پر امنيت بحث وکړي.

په بلوچستان کې د يکشنبې او دوشنبې ترمنځ د شپې مهالې هغه وخت د لومړي وزير پرويز اشرف له خوا د ګورنر راج اعلان وشو چې دغلته شيعه ګانو احتجاجونه وکړل.

د شيعه ګانو اعتراض په دې و چې په پرله پسې توګه دوى په نخښه کېږي او حکومت يې امنيت نه شي ساتلى.

لومړي وزير پرويز اشرف نه يوازې د شيعه ګانو د ساتنې ډاډ ورکړى و بلکې دا يې هم ويلي و چې د دۀ په وينا د اورپکو سني ډلو د نيولو هڅه به هم کوي.

په يوه بله پرمختيا کې د بلوچستان د سرحدي ځواکونو مشر عبدالله خټک د دوشنبې په ورځ (جنورۍ/ ١٤) د يوې غونډې مشري وکړه او پرېکړه يې وکړه چې د کوټې په ګډون به د صوبې په بېلا بېلو سيمو کې د اورپکو پر ضد عمليات کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .