پېښور: پنځه کسان په ډزو وژل شوي

د خپريدو وخت: 06:33 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

د روان کال په لومړۍ اوونۍ کې دغه دویم ډاکټر دی، چې پېښور کې وژل کېږي.

د پېښور ښار په مرکزي برخه صدر سیمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې یو ډاکټر وژل شوی. د ځايي پولیسو په وینا ډاکټر شانواز په خپل کتنځای کې ناست و، چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې او ویې واژه.

دغه راز پېښور ته څېرمه بډه بېر سیمه کې څلور کسان په خپل کور کې وژل شوي دي.

ویل کېږي، چې وژل شوي کسان د خېبر ایجنسۍ د ملک دین خیل سیمې اوسېدونکي وو، چې بډه بېر ته څېرمه پرته سیمه ده.

د روان کال په لومړۍ اوونۍ کې دغه دویم ډاکټر دی، چې پېښور کې وژل کېږي.

دوې اوونۍ مخکې د کورمې ایجنسۍ سیمې اوسېدونکی ډاکټر ریاض حسین پېښور کې خپل کتنځای ته نژدې په ډزو ووژل شو.

"دوې اوونۍ مخکې د کورمې ایجنسۍ سیمې اوسېدونکی ډاکټر ریاض حسین پېښور کې خپل کتنځای ته نژدې په ډزو ووژل شو."

د ځايي پولیسو په وینا داسې هم ویل کېږي، چې د وژل شوي ډاکټر کتنځای ته ناروغان راغلل او نوموړي خپل خدمتګار چای راوړو ته ولېږه ، خو کله چې یې خدمتګار بېرته ستون شو، ویې لېدل، چې ډاکټر په ټپي حالت کې پروت دی او ناورغان په هغه ځای کې نه شته.

تر اوسه معلومه نه ده، چې یاد ډاکټر د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی او که دغه پېښه د فرقه ییز وژنو د لړۍ برخه ده.

د پېښور په ډبګرۍ سیمه کې د کورمې ایجنسۍ اوسېدونکی ډاکټر ریاض حسین هغه مهال په ډزو ووژل شو، چې په ګاډي کې خپل کتنځای ته نژدې رسېدلی و. ډاکټر ریاض حسین په کورمه ایجنسۍ کې د پیپلز ګوند ځايي مشر و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .