د لورالايي په ډبرو سکرو کان کې ۸ کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 06:13 گرینویچ - دوشنبه 28 جنوري 2013 - 09 سلواغه 1391

د پاکستان په کانونو کې د کارکوونکو د خوندیتوب په اړه د لازمو اقداماتو د نشتوالي شکایت کېږي.

د بلوچستان مرکز کوټې ته نژدې په لورالايي سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې اته کان کېندونکي وژل شوي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې په کان کې دننه د ګازو خپرېدو له امله په دغه کان کې په کار بوخت کان کېندوکي وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ وشوه. په پېښه کې دوه تنه کان کېندونکي بې هوښه شوي دي، چې مرستندوی کارکوونکي یی له کانه بهر ته په ایستلو بریالي شوي دي.

وژل شوي کان کېندونکي د پښتونخوا د سوات اوسیدونکي دي.

پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د کانونو کېندنې پر مهال کله نا کله دغه ډول پېښې کېږي. تېر ډسمبر په ورستیو کې قبایلي سیمې اورکزی ایجنسۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اووه کسه کارکوونکي ووژل شول.

"تېر ډسمبر په ورستیو کې قبایلي سیمې اورکزی ایجنیسۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اووه کسه کارکوونکي ووژل شول."

چارواکو هغه مهال وویل، چې پېښه د کوز دیر په ډولۍ سیمه کې وشوه. د دوی په وینا د کان چت هغه وخت وغورځېد، چې په کې د ګاز ډېرېدو له امله چاودنه وشوه.

د دوی په وینا د چت غورځېدو له امله په کان کې په کار بوخت اووه کسه کارکوونکي تر خاورو لاندې شول. د چارواکو په وینا د پېښې په اړه له معلوماتو وروسته سمدلاسه له هنګو څخه مرستندویه کارکوونکي د پېښې ځای ته وغوښتل شول.

د پاکستان په کانونو کې د کارکوونکو د خوندیتوب په اړه د لازمو اقداماتو د نشتوالي شکایت کېږي او په تېر کې هم دغه هېواد کې د کان کېندونکو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

تېر کال د بلوچستان ایالت په سپین کاریز سیمه کې هم د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز ډېرېدو له امله چاودنه وشوه، چې ۴۳ کسان په کې ووژل شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .