پر پاکستاني پوځ برید کې ۲۳ کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 05:30 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

نښته کې څلور پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. عارف خان

د خېبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې سخت دریځو وسله والو د پاکستاني پوځیانو پر یوه موقت مرکز برید کړی، چې په کې د چارواکو په وینا ۱۳ پوځیان ۱۰ ملکي کسان او ۱۲ سخت دریځي وژل شوي دي.

ځايي پولیس وايي له ۲۵ کسانو ډېرو وسله والو په سرای نورنګ سیمه کې تېره شپه د استوګنې پر هغو کورونو برید وکړ، چې پاکستاني پوځیان په کې مېشت دي.

د پولیسو یوه ځايي مشر عارف خان بي بي سي ته وویل، چې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې تر څو ساعتونو پورې دوام وکړ. د نوموړي په خبره وسله وال په سپکو وسلو او لاسي بمونو سمبال وو.

د پاکستان پوځي مقاماتو بي بي سي ته ویلي، چې په وژل شویو کې د پوځ نهه عسکر او د فرنټیر کور نومي نیمه پوځي ځواک ۴ عسکر شامل دي. د دوی په وینا په نښته کې ۸ عسکر ټپیان شوي، چې د پېښور او بنو پوځي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پوځي سرچینو په وینا په ځوابي ډزو کې ۱۲ وسله وال هم وژل شوي، چې د څلورو جسدونه د دوی په ولکه کې دي.

ویل کېږي، چې له وژل شویو کسانو څخه دوو کسانو، د ځانمرګو بریدونو لپاره کارېدونکي واسکټونه اغوستي.

د سرچینې په وینا د برید پر مهال وسله وال یوه کور ته ننوتل او هلته يي لس ولسي وګړي ووژل چې درې ښځې څلور نارینه او درې ماشومان وو.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې په نښته کې ۱۲ سخت دریځي وسله وال هم وژل شوي، خو بل لور ته د پاکستاني طالبانو په وینا دې نښته کې د دوی یوازې څلورو ملګرو برخه درلوده.

د وسله والو پاکستاني طالبانو یوه ویندوی احسان الله احسان د ټیلیفون پر کرښه بي بي سي ته ویلي، چې په یاد برید کې د دوی څلورو ځانمرګو برید ګرو ګډون درلود.

د نوموړي په وینا دغه برید د دوی د هغو دوو ملګرو د وژل کېدو غچ اخیستنه وه، چې شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول.

تېر کال د لکي مروت په اباخیل او تاجه زی سیمو کې وسله والو طالبانو یوه اعلامیه خپره کړې وه، چې په کې ویل شوي وو، د سیمي خلک باید قومي لښکر جوړ نه کړي، نه هم د امن کمیټۍ په نوم کوم سازمان تشکیل کړي او نه هم باید د داسې کومې ډلې غړیتوب ومني.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .