هنګو کې چاودنې ۱۹ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 10:51 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391

برید له جوماته د جمعې تر لمانځه وروسته د خلکو د وتلو پرمهال شوی.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ایالت په هنګو ښار کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنې ۱۹ کسان وژلي دي.

برید د هنګو امام بارګاه جومات بهر د جمعې د لمانځه پرمهال شوی، چې لسګونه کسان یې ټپیان کړي دي.

ځايي پولیسو په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۱۲ ښودلی، خو یوې بلې امنیتي سرچینې د وژل شویو شمېر ۱۹ په ګوته کړی دی.

سرچینه وايي، چاودنه د هنګو بازار امام بارګاه له جومات بهر د لمونځ کوونکو د راوتلو پرمهال شوی دی.

هنګو ښار د پاکستان قبایلي نارامو سیمو ته نژدې دی، چې د طالبانو او القاعدې شبکې د غړو د فعالیت سیمه بلل کېږي.

په دغه سیمه کې د طالبانو فعالیتونه او ددغې ډلې پرضد د حکومت ضد عملیات وخت ناوخت ترسره کېږي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې په نښه شوی جومات د سنیانو دی او که د شیعه ګانو.

تر دې مهاله د برید پړه هم چا پرغاړه نه ده اخیستې.

یوه سیمه ییز پولیس میا محمد سعید ویلي، چاودنه د پټ بازار تر ټولو لوی جومات مخې ته شوې ده.

امنیتي کسانو سیمه کلابنده کړې ده، مړي او ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ناکام هېواد

د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان حکومت د لږکیو (اقلیتونو) په ساتنه او د هغوی د حقونو د دفاع په برخه کې یو پاتې او ناکام هېواد بللی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په ۲۰۱۲ کال کې پر پاکستاني مذهبي لږکیو ډېر بریدونه شوي.

دغه نړیوال سازمان پخپل یوه راپور کې ویلي، چې د پاکستان حکومت او څارګره اداره د بشري حقونو د سرغړونو په اعمالو کې پاتې راغلې ده.

دغه راپور، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویلي، پاکستاني چارواکو د خبریالانو او د بشري حقونو په برخه کې د کار کوونکو د ساتنې لپاره اړین ګامونه نه دي اخیستي.

د پاکستان لپاره د بشري حقونو د څآر ډلې ډایرکټر علي دیان حسن ویلي، په تېر ۲۰۱۲ کال کې پاکستان کې مذهبي لږکي په نښه شوي، چې په همدې کال کې د بشري حقونو وضعیت هلته ډېر خراب و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .