"د ملالې یوسفزۍ جراحي عملیات بریالي وو"

د خپريدو وخت: 07:26 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

د یکشنبې په ورځ د کوین الزیبت روغتون ډاکټرانو وویل د ملالې روغتیايي حالت مخ په ښه کېدو دی.

د برتانیا د برمنګهم ښار په یوه روغتون کې ډاکټرانو په بریالتوب سره سوات کې د وسله والو طالبانو په برید کې د ټپي شوې ملالې یوسفزۍ د سر جراحي عملیات کړي.

د یکشنبې په ورځ د کوین الزیبت روغتون ډاکټرانو وویل د ملالې روغتیايي حالت مخ په ښه کېدو دی.

د ډاکټرانو په وینا له پنځه ساعته عملیاتو وروسته دوی د ملالې له حالته ډاډمن دي. دې عملیاتو کې د ۱۰ ډاکټرانو ډلې برخه درلوده. دوی د ملالې د جمجمې یوه برخه بیا ورغوله او د هغې د یوه غوږ جراحي يي وکړه.

د یاد روغتون له لوري وویل شول، چې د شنبې په ورځ د ملالې دوه جراحي عملیات وشول، چې په لومړي هغه کې د ملالی سر کې د ټایټانیم یوه ټوټه نصب شوه او په غوږ کې يي یوه الیکترونیکي اله نصب شوه.

د کوین الزیبت روغتون ویاندې وویل، ډاکټران د ملالې د روغتیايي حالت په باره کې ډاډه او خوشحال دي. دواړه جراحي عملیات بریالي وو او ملاله په روغتون کې مخ په ښه کېدو ده.

ملاله یوسفزۍ تېر کال د اکتوبر په نهمه د سوات مینګوره کې د وسله والو طالبانو د ډزو ښکار شوه. له هغه وروسته په نړیواله کچه له هغې سره د خواخوږۍ څرګندونه وشوه.

مرمۍ د ملالې دماغ ته څېرمه تېره شوه او د غاړې له خوا د هغې کیڼ ولي ته ننوته. برتانوی ډاکټر

د جمعې په ورځ د ناروې پارلمان ملاله یوسفزۍ د نوبل جایزې لپاره نومانده کړه.

د چارشنبې په ورځ ډاکټارنو ویلي و، چې له ټایټانیمه جوړ یوه ټوټه به د ملالې سر کې نصب کړي، چې د مرمۍ لګېدو له امله د هغې د سر په هډوکي کې جوړ شوی سوری بند شي.

د مرمۍ لګېدو له امله د ملالې کیڼ غوږ په بشپړه توګه کون شوی، ډاکټرانو ویلي و چې په غوږ کې د الیکترونکي الې له نصب کولو وروسته به د یوه نیم کال په موده کې د هغې غوږ په بشپړه توګه د اورېدو جوګه شي.

ملاله په موقت ډول د جنورۍ په څلورمه له روغتونه کور ته استول شوې وه. نوموړې برمنګهم کې له خپلې کورنۍ سره یوځای اوسي. د پاکستان حکومت د ملالې پلار د تعلیمي اتاشه په توګه د درې کلونو لپاره پر دنده ګومارلی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .