نوازشریف: طالبانو سره باید مذاکرات وشي

د خپريدو وخت: 04:36 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

پاکستانې طالبانو روانه اونۍ حکومت د سره د خبرو وړاندیز کړی و .

پاکستان کې د اپوزېسیون مشراو د دغه هېواد پخواني لومړي وزیرنواز شریف پر حکومت غږ کړی، چې وسله والو طالبانو سره ژرخبرې پیل کړي.

پاکستانې طالبانو روانه اونۍ حکومت د سره د خبرو وړاندیز کړی و او د دې لپاره يي له پاکستاني امنیتي ځواکونو څخه د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف، د جمعیت علماء اسلام د مشرمولانافضل الرحمان او د جماعت اسلامې ګوند د امیرمنور حسن ضمانتونه غوښتي وو.

نوازشریف وویل حکومت باید د طالبانو لخوا د خبرو وړاندیز جدي وګڼي. پاکستاني حکومت تر اوسه د طالبانو د وړاندیز په اړه هېڅ غبرګون نه دی څرګند کړی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي، حکومت به څو ورځو کې د طالبانو د وړاندیز جواب ورکړي.

"مولوی عمر مخکې د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند و، چې د طالبانو د وژل شوي مشر بیت الله مسېد ډېر نژدې ملګری بلل کېده. مسلم خان د سوات د طالبانو یو ویاند و، چې دغه دواړه کسان ۲۰۰۹ کې پوځ سره د خبرو پرمهال نیول شوي وو."

حکومت په بیا بیا له طالبانو غوښتي، چې وسله پر ځمکه وغورځوي او بریدونه ودروي. خو طالبانو تر اوسه د حکومت دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی. طالبانو د خبروله وړاندیز سره د خپلو دوومشرانو، مولوي عمر او مسلم خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې او ویلي يي دي، دغه دواړه کسان به په مذاکراتو کې د طالبانو استازیتوب وکړي.

مولوی عمر مخکې د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند و، چې د طالبانو د وژل شوي مشر بیت الله مسېد ډېر نژدې ملګری بلل کېده. مسلم خان د سوات د طالبانو یو ویاند و، چې دغه دواړه کسان ۲۰۰۹ کې پوځ سره د خبرو پرمهال نیول شوي وو.

نواز شریف وویل چې پر حکومت باور نه شي کیدای، چې څوک یي ضمانت ورکړي، خو زیاته یي کړه چې طالبانو سره د خبرو کولو لپاره باید چټک ګامونه واخلي، ځکه چې د نوموړي په وینا هېواد سولې ته اړتیا لري. نوازشریف زیاته کړه چې د طاقت په استعمالولو مسایل نه حل نه کېږي.

مولانه فضل الرحمان د طالبانو د وړاندیزهرکلی کړی، خو د مذاکراتو لپاره یي د قبایلي جرګې له لارې د خبرو کولووړاندیزکړی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .