کوټه: وژل شوي کسان لا هم خاورو ته نه دي سپارل شوي

د خپريدو وخت: 11:41 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

یو شمېر پاکستاني سیاسي ګوندونو د اعتصاب د ملاتړ اعلان کړی.

د دوشنبې په ورځ هم د هغو وژل شویو کسانو جسدونه خاورو ته نه دی سپارل شوي، چې د شنبې په ورځ د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د یوې بمي چاودنې په پایله کې ووژل شول.

کوټه کې زموږ خبریال په خپل راپور کې ویلي، چې په علمدار روډ او هزاره ټاون سیمو کې د دوشنبې په ورځ احتجاجي غونډې روانې دي. د پاکستاني شیعه ګانو یو شمېر سازمانونو ویلي، چې د خپلو غوښتنو تر منل کېدو به احتجاج کوي.

بل لور ته د پاکستان په اقتصادي مرکز کراچۍ ښار کې هم د شیعه علماوو شورا په غوښتنه د کوټې بمي چاودنې پر ضد د احتجاج په توګه اعتصاب شوی. یو شمېر پاکستاني سیاسي ګوندونو د دې اعتصاب د ملاتړ اعلان کړی.

په هغه چاودنه کې چې د شنبې په ورځ کوټه ښار کې وشوه ډېر وژل شوي کسان شیعه ګان دي، چې د هزاره توکم اړوند دي. د شنبې په ورځ له پېښې وروسته د بلوچستان پولیسو ویندوی بي بي سي ته وویل، چې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۵ کسانو ته رسېدلی.

"برید د کوټې په شیعه مېشته سیمه کې وشوی. ويل کېږي چاودنه د هزاره ګانو په یوه مارکېټ کې وشوه. د قربانيانو ډېری يې د پاکستان شيعه لږه کي دي چې د سني وسله والو له لوري بيا بيا تر بريدونو لاندې راغلي دي."

د نوموړي په وینا د چاودنې لپاره له اته سوه نه تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې باروت کارول شوي دي. بل لور ته د بلوچستان ګورنر د شنبې په ورځ وویل چې زموږ امنیتي ځواکونه یا خو د برید ګرو د موندلو وړتیا نه لري او یا هم دوی ډاریږي، چې هسې نه دوی په نښه شي.

برید د کوټې په شیعه مېشته سیمه کې وشوی. ويل کېږي چاودنه د هزاره ګانو په یوه مارکېټ کې وشوه. د قربانيانو ډېری يې د پاکستان شيعه لږه کي دي چې د سني وسله والو له لوري بيا بيا تر بريدونو لاندې راغلي دي.

دا په تېرو پنځو اوونیو کې د کوټې په ۶ لکه کسیزه هزاره مېشته سیمه کې دویم خورا لوی برید دی چې را منځ ته کېږي.

په همدې ښار د جنورۍ میاشتې په ۱۰ د سنوکر په یوه کلب کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې شاوخوا ۹۲ کسان يې په کې ووژل او ۱۲۱ نور يې ټپیان کړل.

د هغه بریدونو پړه د لشکر جنګوي ډلې پر غاړه اخیستې وه او د ځینو رپوټونو له مخې همدې ډلې دا ځل هم پړه منلې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .