پېښور کې موبایل هټیوالو ته طالبانو ګواښ کړی

د خپريدو وخت: 13:11 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391

لیک په لاس لیکل شوی او پرې تحریک ‌طالبان پاکستان لیکل شوي.

پېښور کې له سي ډي پلورونکو وروسته اوس د موبایلونو هغو هټیو ته هم ګواښونه شوي، چې له کمپیوټرونو نه موبایلونوته فلمونه، سندرې او ځینې نور نامناسب شیان لېږدوي.

دغه ډول ګواښونکي لیکونه دوې ورځې مخکې د پېښور په مشهور سوداګریز مرکز بلور پلازا او څنګ ته یې د یوې بلې پلازا په هټیو ووېشل شول، چې موبایلونه په کې پلورل کېږي.

په لیک کې له دکان لرونکو غوښتنه شوې، چې ژر تر ژر دغه کاروبار پرېږدي.

لیک په لاس لیکل شوی او پرې تحریک ‌طالبان پاکستان لیکل شوي. په لیک کې لیکل شوي، چې که دغه کاروبار تر یوې اونۍ پورې و نه تړل شي، د پایلې مسوولیت به د هټیوالو پر غاړه وي.

د بلور پلازا مسوولین وايي په یاد سوداګریز مرکز کې دغه ډول یو څو دکانونه وو، چې موبایلونو ته یې سندرې، عکسونه او فلمونه اچول، خو اوس تړل شوي دي.

د دوی په وینا په یاد مرکز کې موبایلونو ته د نامناسبو موادو ډاونلوډولو کار نه کېږي. بلور پلازا د پېښور له مهمو سوداګریزو مرکزونو څخه یو دی.

د دې پلازې تر څنګ یو شمېر نور سوداګریز مرکزونه هم شته، چې د موبایلونو د پېر او پلور هټۍ په کې شته. په دې مرکزونو کې د موبایلونو د پېر او پلور دکانونه ډېر دي، خو د هغو هټیو او د کانونو شمېر په کې لږ دی، چې موبایلونو کې سندرې، فلمونه او نور مواد اچوي.

"د پېښور پولیسو یوه افسر عمران شاهد بي بي سي ته وویل، دوی پلټنې کوي، چې دکان لرونکو ته ورکړل شوی لیک اصلي دی او که څنګه؟"

د پېښور پولیسو یوه افسر عمران شاهد بي بي سي ته وویل، دوی پلټنې کوي، چې دکان لرونکو ته ورکړل شوی لیک اصلي دی او که څنګه؟

د نوموړي په وینا دوی پلټنه کوي، چې ایا رښتیا هم په بازار کې داسې کسان شته، چې موبایلونو ته نامناسب مواد لېږدوي. د نوموړي په وینا کې داسې کسان ونیول شي سخته سزا به وویني.

د نوموړي په وینا د پېښور د سوداګریزو مرکزونو د خوندیتوب لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي دي.

پېښور کې تېره میاشت په یو شمېر سي ډي پلورونکو دکانونو بریدونه شوي وو او د تېرې فبروري په ۲۱ د پېښور په یوه موبایل پلورونکي مارکیټ کې د چاودنې له امله یو کس ووژل شو او ۱۸ نور ټپیان شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .