د اسامه ډي ان اې مالوموونکي مامورین بېرته وګمارل شول

د خپريدو وخت: 05:58 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391
اسامه

پاکستان کې یوې محکمې د هغو ۱۶ روغتيايي کارکوونکو ماموريتونه بېرته ورکړي دي چې د اسامه بن لادن د ډې ان اې د ترلاسه کولو په برخه کې د امريکا له ادعاشوې دسیسې سره په مرستې تورن وو.

د ډاکتر شکيل افريدي په مشرۍ د زيړي پرضد واکسين په کمپاين کې د برخې اخيستنې له کبله د خيبر پښتونخوا د روغتيا وزارت پر ٢٠١١ کال ددوى دندې وځنډولې.

د بن لادن له وژل کېدو څو اوونۍ وروسته ډاکتر افريدى د ٢٠١١ کال د مې پر مياشت بندي شو او اوس په پېښور کې د بند درې ديرش کلنه موده تېروي.

هغه ته له اورپکو سره د تړاو په تور د بند دغه موده ورکړل شوه، خو ټينگ باور دا دى چې د بن لادن د ځاى ځايگي د موندلو په برخه کې د امريکا له څارگرې ادارې سره د مرستې لپاره هغه ته دا سزا ورکړل شوې ده.

دغه ۱۶ تنه روغتيايي کارکوونکي هم تورن و چې د ډاکټر شکيل افريدي په لارښوونه يې کار کړى دى.

خو ددغو روغتيايي کارکوونکو په عرض پاڼه کې ويل شوي چې له لويه سره دوى ډاکتر افريدى نه پېژنې او پر دې هم نه پوهېږي چې هغه څه موخې درلودې.

دوى دارنگه داهم ويلي چې د پېښور د روغتيايي ادارې په لارښوونه يې کار کړى او د واکسين په کمپاين کې يې برخه اخيستې ده .

د پېښور د لوړې محکمې د ابټ اباد څانگې د پنجنشبې په ورځ دوى سپين کړل او حکم يې وکړ چې دوى کولى شي چې بيرته خپلو ماموريتونو ستانه شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .