د پښتونخوا ایالت سرپرست مشر وزیر وټاکل شو

د خپريدو وخت: 18:34 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391

طارق پرویز په ۱۹۴۸ کال کې په پيښور کې زېږيدلی دی.

په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته په وینا کې د پښتونخوا وزیر اعلی یا مشر وزیر امیر حیدر خان هوتي او د صوبې حکومت مخالفې مشر اکرم دراني متقاعد قاضي طارق پرویز د سرپرست مشر وزير په توګه اعلان کړ.

طارق پرویز په ۱۹۴۸ کال کې په پيښور کې زېږيدلی دی.

له تېرو څلورو لسیزو د قانون پوه په توګه فعاله وو.

دی په ۱۹۹۷ کال کې د پېښور د محکمې د قاضي په توګه وټاکل شو او اته کاله وړاندې د همدې محکمې د قاضي القضات پر څوکۍ کښېناست.

درې کاله وړاندې طارق پرویز د پاکستان د سترې محکمې د یوه قاضي په توګه وګمارل شو.

طارق پرویز دوه ځله د پښتونخوا د سرپرست والي په توګه هم پاتې شوی دی.

دی سږ کال د ۶۵ کلونو په عمر تقاعد شو.

طارق پرویز به په پښتونخوا کې د راتلونکو ټاکنو تر نتایجو پورې د سرپرست وزیر اعلی یا مشر وزیر په توګه کار کوي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان په تاریخ کې یوه ټاکل شوي پارلمان خپل وخت بې له خنډه پوره کړ.

تر دې وړاندې تل ټاکل شوي پارلمانونه د پوځي جنرالانو له خوا په نيمايي کې ختم شوي وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .