پاکستان کې د ګاډي اوښتو ۲۳ پوځيان وژلي

د خپريدو وخت: 09:36 گرینویچ - شنبه‬ 16 مارچ 2013 - 26 کب 1391

د کوهستان پولیسو یوه افسر بي بي سي ته ویل،ي چې سیمې ژغورندویه ډله او چورلکې هم استول شوې دي.

د خیبر پښتونخوا لیرې کوهستان سیمه کې د پوځيانو یو کاسټر ګاډی له سړکه اوښتی، چې لږترلږه پنځه ویشت کسان په کې وژل شوي، چې ۲۳ یې پوځيان دي.

پاکستاني چارواکو او پوځ ویلي، چې پېښه د قراقرم پر هغې لویې لارې شوې، چې پاکستان له چین سره نښلوي.

د پاکستان پوځ وايي، د لومړنیو رپوټونو له مخې، په وژل شویو کې دوه ناپوځي کسان او ۲۳ نور پوځيان دي.

د پوځ د عامه اړیکو له څانګې خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې په کاسټر کې د پوځيانو او چلوونکو په ګډون اته ویشت کسان سپاره وو.

ویناپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دغه پوځیان له سواته د ګلګت بلتستان پر لور روان وو.

راپور وايي، چې وژل شوي پوځيان د شمالي سیمو د لېوا پلی ځواکونه دي، چې په سوات دره کې مېشت وو.

"ګاډی په ثمر ناله سیمه کې اوښتی دی."

د پېښې ځای ته ژغورونکې ډله استول شوې ده.

پېښه د شنبې پر ګهيځ شوې ده.

ویل کېږي، د پوځيانو د سپرلۍ دغه کاسټر هغه مهال واوښت، چې د کوهستان پوځي قومندانۍ ته پنځه پنځوس کیلومتره نژدې شوی و.

ګاډی په ثمر ناله سیمه کې اوښتی دی.

د کوهستان پولیسو یوه افسر بي بي سي ته ویل،ي چې سیمې ژغورندویه ډله او چورلکې هم استول شوې دي.

د ځینو ټپیانو وضعیت نازک ښودل شوی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .