''استخبارات قبایلي سیمو کې سیاسي فعالیت محدودوي ''

د خپريدو وخت: 07:35 گرینویچ - سه شنبه 19 مارچ 2013 - 29 کب 1391

د پاکستان ټاکنې د راتلونکې مې په میاشت کې کېږي.

پاکستان کې یوولسو سیاسي ګوندونو او قبایلي مشرانو ویلي، چې امنیتي ادارې، د قبایلي سیمو چارواکي او وسله وال دې سیمو کې په سیاسي فعالیتونو د محدودولو مسول دي.

په اسلام اباد کې تر یوه کنفرانس وروسته، دغو ګوندونو او قبایلي مشرانو پخپله اعلامیه کې ویلي، چې د سیاسي ډلو قانون دوه کاله مخکې قبایلي سیمو غځول شوی و، خو تر دې مهاله په بشپړه توګه عملي شوی نه دی.

دوی په اعلامیه کې دا هم ویلي چې ''د خراب امنیتي وضعیت او د ریاست، استخباراتي ادارې، قبایلي چارواکي، پوځ او څه- ناڅه قبایلي مشران، کورني او بهرني ترهګر شامل دي'' له دې امله سیاسي ډلې نه شي کولای چې ډېرو قبایلي سیمو او ورڅېرمه سیمو کې په خپلواکه توګه سیاسي فعالیت وکړي.

اعلامیه کاږي، چې دغه ټول عناصر د قبایلو د سیاسي فعالیتونو پرضد کار کوي.

دا هم وايي، چې دغه کسان له خلکو سره د رای اخیستو په تړاو د هغوی مخه نیسي.

په دغه کنفرانس کې ګډونوالو قبایلو ویلي، چې تر ډېره څارګره اداره د دوی په سیاسي هڅو او فعالیتونو کې وېره اچوي او د هغوی د خوځښت او مخته تلو مخه ډب کوي.

د سیاسي ګوندونو استازو او قبایلي مشرانو هغو قبایلو ته د رای ورکولو د حق غوښتنه وکړه، چې د پوځ او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو په پایلو کې له خپلو سیمو وتلي.

د مسلم لیګ (ق) ډلې د وزیرستان یو مشر اجمل وزیر بي بي سي ته وویل، چې کنفرانس کې سیاسي ډلو او قبایلي استازي دې د قاضیانو تر مشرۍ لاندې ټاکنې وکړې.

"د پاکستان ټاکنې د راتلونکې مې په میاشت کې کېږي."

دوی وايي، چې په دې سره په ټاکنو کې د درغلیو مخه نیول کېدای شي.

په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان سیاسي ګوندونو قانون د هېواد قبایلي سیمو ته وغځول شو، چې پربنسټ یې سیاسي ډلو ته د کار اجازه ورکړل شوې وه.

خو وايي، دغه قانون د خراب وضعیت له کبله نه دی عملي شوی.

دا په پاکستان په څه باندې ۶۰ کلونو کې لومړی ځل دی، چې سیاسي ډلې کولای شي پخپلو نومونوفعالیت وکړي.

د پاکستان ټاکنې د راتلونکې مې په میاشت کې کېږي.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .