د پښتونخوا جلوزو کمپ چاودنې پنځلس کسان وژلي

د خپريدو وخت: 09:49 گرینویچ - پنجشنبه 21 مارچ 2013 - 01 وری 1392

چاودنه په هغه کتار کې شوې، چې خلک په کې د خوراکي توکو ترلاسه کولو لپاره ولاړ وو.

د خیبر پښتونخوا پېښور ښار بې ځایه شویو په یوه کمپ (جلوزو) کې چاودنې لږترلږه پنځلس کسان وژلي او تر دېرشو ډېر نور یې ټپیان کړي.

ځینو رپوټونو ویلي، چاودنه د خوړو ترلاسه کولو لپاره د خلکو د کتار جوړېدو پرمهال شوې ده.

د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو کې د ناامنیو ډېرېدا له کبله ګڼ کډوال په دغه کمپ کې مېشت دي.

داسې ادعاوې هم وې، چې ګني په دغه کمپ کې وړاندې د القاعدې شبکې او طالبانو ګڼ غړي اوسېدل او ترهګریز فعالیتونه یې کول.

د جلوزو کمپ کې یوه افسر شکیل احمد بي بي سي ته وویل، چاودنه پر هغو ولسي بې ځایه شویو کسانو شوې، چې د راشن اخیستو لپاره په کتار کې ولاړ وو.

دی وايي، چاودنه د یوه داسې سوزکي په مټ شوې، چې نامالومو کسانو دغو خلکو ته نژدې درولې و او دېرش-پنځه دېرش کیلوګرامه بارود یې پکې اېښي وو.

د جلوزو کمپ

د جلوزو کمپ
  • د پېښور ښار سوېل لوېديځ په نژدې ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی
  • یو له هغو درېیو کمپونو دی، چې پاکستان د جګړې ځپلو شمال لوېديځو سیمو د کډوالو لپاره فعال کړ
  • د افغان کډوالو دغه مخکني کمپ کې اوس، د خیبر، باجوړ او مومندو ایجنسیو بې ځایه شوي مېشت دي
  • ددغه کمپ د کډوالو په سر پاکستاني حکومت له ګڼو نړیوالو خیریه مؤسسو مرستې ترلاسه کوي
  • په کمپ کې تر ۱۶۰۰۰ ډېرې کورنۍ اوسېږي، ښوونځي، روغتونونه او د روزنې مرکزونه په کې فعال دي

سرچینه وايي، چې په وژل شویو کې دوې ښځې هم شته.

د ځينو ټپیانو وضعیت خراب ښودل شوی.

دغه پولیس افسر وايي، په وژل شویو کې د باړې بې ځایه شوي کډوال شامل دي، چې ځوانان او سپین ږیري هم په کې دي.

که څه هم پاکستاني حکومت ددغه برید پړه پر چا نه ده اچولې، د پاکستاني طالبانو ویاند هم ویلي، چې په دغه برید کې د دوی لاس نه شته.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې باړه ولسوالۍ کې پوځي عملیات روان دي، چې زرګونه کورنۍ خپلو مېنو او کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

په باړه کې د لشکر اسلام سربېره انصارالله او د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي فعالیت لري.

پېښور او شاوخوا سیمې د خیبر پښتونخوا په هغه سیمه کې پرتې دي، چې تر ډېره په کې ترهګریز بریدونه کېږي او په دې وروستیو کې ناامنه شوې دي.

په جلوزو کمپ کې وړاندې افغان کډوال مېشت وو، چې د پاکستاني حکومت لوري په زور وایستل شول او کورونه یې ویجاړ شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .