د ټاکنیز کمپاین لپاره د طالبانو لارښوونې

Image caption د جنوبي وزیرستان له ۵۱ خپلواکو کاندیدانو غوښتنه شوې، چې که د سیمې خلک یې نه خوښوي، نو باید ټاکنو ته د کاندید په توګه و نه دریږي.

د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د وسله والو پاکستاني طالبانو ملانذیر ډلې یوه خبر پاڼه وېشلې او د پاکستان په راتلونکو ټاکنو کې یې برخه اخیستونکي کاندیدان خپل دفتر ته بللي.

کاندیدان په کري کوټ سیمه کې د طالبانو دفتر ته وبلل شول او د یادې ډلې ځايي مشر امیر باول، چې په صلاح الدین ایوبي مشهور دی، کاندیدانو ته د دوی د ټاکنیز کمپاین اړوند لارښوونې وکړې.

نوموړي هغوی ته وویل، چې د حالاتو د خرابوالي له کبله باید دوی په واڼه بازار کې غونډې او لاریونونه و نه کړي.

د نوموړي په خبره د دې لامل دادی، چې ښايي د طالبانو نورې ډلې دغه ځای کې وسله وال بریدونه وکړي، ځکه باید کاندیدان د ټاکنیز کمپاین پر مهال واڼه بازار کې غونډې او لاریونونه و نه کړي.

خو نوموړي

هغه په ځانګړې توګه له عوامي نیشنل ، پاکستان پیپلز او ایم کیو ایم ګوندونو وغوښتل، چې خپل بنرونه او بېرغونه څرګند نه کړي، ځکه د هغه په وینا د یو شمېر طالب ډلو له لوري دې ګوندونو ته خطر متوجه دی او دوی ته ګواښونه شوي دي.

طالب مشر کاندیدانو ته دا هم وویل، چې باید د یوه بل پر ضد ناسمې خبرې و نه کړي، چې له امله یې د شخړې پېښېدو وېره پیدا شي.

د جنوبي وزیرستان له ۵۱ خپلواکو کاندیدانو غوښتنه شوې، چې که د سیمې خلک یې نه خوښوي، نو باید ټاکنو ته د کاندید په توګه و نه دریږي.

ورته مطالب