په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تيرا کې جنګيالۍ ډلې څوک دي؟

د پاکستان پوځي چارواکي وايي د خيبر اېجنسۍ تيرا دره کې د امنيتي ځواکونو عملياتو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر له ۱۰۰ اوښتی دی.

پوځي چارواکي وايي دغه عمليات چې له تېرې جمعې راهيسې پيل شوي، لږترلږه ۳۰ سرتېرې او نژدې ۱۰۰ اورپکي په کې وژل شوي دي.

د پاکستان بشري حقونو کمسيون (اېچ ار سي پي) هم په تيرا دره کې پر ناوړه حالت اندېښنه څرګنده کړې، او په يوه اعلاميه کې يې پر دې خواشيني څرګنده کړې چې حکومت په دې دره کې د خپلې واکمنۍ په ټينګښت کې پاتې راغلی دی، او په وينا يې داسې برېښي چې د زورزياتي له اوسنۍ لړۍ وروسته حکومت پر ډېرو سيمو خپله ولکه له لاسه ورکړې ده.