هدفي بریدونه کاندیدانو ته لوی سرخوږی جوړ کړی

Image caption طالبانو ګواښ کړی، چې د سیکولر نظام ملاتړي به په نخښه کوي.

پاکستان کې پر سیاسي مشرانو د طالبانو پرله پسې بریدونو د مې د یوولسۍ د پارلماني ټاکنو پر وړاندې امنیتي اندېښنې ډېرې کړې دي.

پاکستاني طالبانو د عوامي نېشنل ګوند، پیپلز پارټۍ او متحده قامي تحریک پر مشرانو د بریدونو ګواښ کړی و، او خلکو ته یې ویلي وو، چې د دې ډلو له انتخاباتي غونډو ځانونه لیرې وساتي.

د خیبر پښتونخوا په سوات دره کې د عوامي نېشتل ګوند یو ځایي مشر مکرم خان په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

تر دې وژنې څو ساعته وروسته، په چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند یو بل مشر معصوم شاه باچا او درې نور کسان په یوه بله چاودنه کې ژوبل شول.

ددغې ډلې ویاند میا افتخار حسین وویل، چې باچا د ایالتي اسمبلۍ څوکۍ لپاره له چارسدې ځان کاندید کړی دی.

باچا یوې غونډې ته روان و، چې پر کاروان یې چاودنه وشوه.

افتخار حسین وايي، چې طالبانو د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو د بریدونو اعلان کړی دی.

څو ورځې مخکې، پېښور کې د دې ګوند یو بل مشر ارباب ایوب خان هم په یوه برید کې ژوبل شوی و.

د سند صوبې په حیدر اباد کې څو ورځې وړاندې بیا د متحده قامي تحریک یو کاندید په ډزو ووژل شو، چې د وژلو پړه یې طالبانو ومنله.

د طالبانو مخ پر زیاتېدونکو بریدونو او ګواښونو د راتلونکو ټاکنو لپاره د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي.

میا افتخار حسین وویل، سره له دې چې د طالبانو له بریدونو سره حکومت د دوی له مشرانو ساتونکي بېرته اخیستي دي.

د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان ددې بریدونو پړه منلې ده.

د طالبانو ویاند بي بي سي ته ویلي، چې خپل بریدونه به جاري وساتي، چې په وینا یې درې ډرلې د سیکولر یا پر دین د نه ولاړ نظام ملاتړې دي.

دوی وايي، همدا لامل دی، چې دوی پر دغو ګوندونو د بریدونو تګلاره غوره کړې ده.

د طالبانو دغه بریدونه –هغه هم په دې حساس وخت کې- د انتقالي حکومت او امنیتي ځواکونو لپاره یو لوی ګواښ دی.

ورته مطالب