پېښور په متنو کې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې

Image caption پېښور په شاوخوا سیمو کې له څه مودې راهیسې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې دي.

د خېبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور ته څېرمه متنو سیمه کې په یوه بس موټر کې د بمي چاودنې له امله نهه کسان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.

د ځايي پولیسو په وینا په وژل شویو کې اووه کسه نارینه او درې ښځې دي. د پولیسو په وینا ګاډی له کوهاټ نه پېښور ته پر لار و، چې ښار ته څېرمه په متنو سیمه کې ودرېد او له هغه وروسته په کې چاودنه وشوه.

د بمونو شنډولو ادارې یوه کارکوونکي عبدالحق بي بي سي ته ویلي، چې بم د ګاډي پر چت اېښی و.

د نوموړي په وینا چاودلي بم کې د بېرینګ کارولو شواهد یې نه دي موندلي. د چاودنې له کبله د شاوخوا سیمې دکانونو ته هم یو څه زیات اوښتی.

د پولیسو یوه افسر شفیع الله خان وویل، چې د چاودنې له امله د بس وروستۍ برخه ډېره نه ده زیانمنه شوې او ډرېور هم خوندې دی.

د نوموړي په وینا بس کې د حکومت پلوه امن لښکر کسان موجود نه وو.

پېښور په شاوخوا سیمو کې له څه مودې راهیسې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې دي. له دې مخکې د شنبې په ورځ د بډه بېر پولیسو په مرکز کې اور ولګېد او هلته موجود باروت وچاودېدل.

د چارواکو په وینا اور د برېښنا شاټي له امله ولګېد، چې وروسته په هغه ځاي کې ایښي باروت وچاودل او پنځلس ګاډي او د مرکز شاوخوا یو شمېر کورونو ته یې زیان واوړاوه.

ورته مطالب