"پر اې اين پي بريدونه پښتانه له ټولنيز او سياسي ژونده وباسي"

Image caption ولسمشر کرزي د عوامي نېشنل ګوند پر دوو مشرانو، غلام احمد بلور او هارون بلور شوی برید په کلکه غندلی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو بریدونه، پر داسې یوه ګوند بریدونه بللي، چې په سیمه کې د عدم تشدد بنسټ اېښودونکی ګوند دی.

په هغه خبر پاڼه کې، چې له ارګ څخه خپره شوې، ولسمشر کرزي د عوامي نېشنل ګوند پر دوو مشرانو، غلام احمد بلور او هارون بلور شوی برید په کلکه غندلی.

پرون ناوخته (د اپریل ۱۶) د خیبر پښتونخوا په پېښور ښارکې د عوامي نیشنل ګوند پر لوړ پوړوغړو چې یوې ټاکنېزې غونډې ته روان و، بمي برید وشو چې له امله ۱۷ کسان ووژل شول او د غلام احمد بلور په شمول له ۲۰ څخه زیات کسان ټپیان شول.

ولسمشر حامدکرزي دغه برید یو ترهګریز عمل بللی، ویلي یې دي چې دا برید پر داسې یوه سیاسي ګوند ترسره کېږي چې په سیمه کې د خان عبدالغفارخان( باچا خان) په مشرۍ د عدم تشدد بنسټ ایښودونکی دی.

خبر پاڼه کې د ولسمشر کرزي له قوله زیاته شوې، چې د دا ډول بریدونو ترسره کول د هغو کسانو کار دی چې غواړي د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته پراته پښتانه له سیاسي او اجتماعي ډګره ګوښه کړي.

ښاغلي کرزي ویلي، دا په څرګنده توګه د یو قوم پر پرمختګ، تعلیم او سوله غوښتونکو مشرانو برید دی.

له پښتنو سره دښمني

ولسمشر کرزي ویلي د طالبانو دغه غیر انساني او غیر اسلامي اعمال چې د پردیو د اهدافو لپاره ترسره کېږي، د پښتنو له پرمختګ او با عزته ژوند سره دښمني ده.

برید د پېښور په یکه توت سیمه کې هغه مهال وشو، چې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر غلام احمد بلور په یوه ټاکنیزه غونډه کې ګډون ته روان و.

بل لور ته د پاکستاني طالبانو ویاند د دغه برید مسوولیت منلی.

د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان ویلي، د عوامي نېشنل ګوند پر غونډه یې د دغه ګوند له لوري د سیکولر پالیسي پر مخ بیولو له کبله برید کړی.

ورته مطالب