یوه افغانه او ملاله د ۱۰۰ اغېز لرونکو په نوملړ کې راغلي

Image caption ملاله په نړۍ کې د زړورتوب بېلګه او د ټولې نړۍ د نجونو اتله ده. ټایم مجله

سږ کال افغانه رویا محبوب هم د سوات د ملالې یوسفزۍ تر څنګ د نړۍ د هغو مخکښو کسانو په لست کې شامله ده چې د امریکا چاپ ټایم مجله یې هر کال خپروي.

رویا محبوب د کمپوټر د پروګرامونو (سافت ویر) یو شرکت لري.

له دې سره په دغه شرکت کې ۲۵ کسان کار کوي چې ۱۸ یې ښځې دي.

له دې ډلې پنځه تنه ښځې له کوره له دې شرکت سره کار کوي.

د اغلې محبوب د شرکت مامورین شخصي کمپنیو، وزارتونو او نادولتي موسسو ته د کمپوټر پروګرامونه جوړوي.

سر بېره پر دې اغلې محبوب په ټول افغانستان کې د انټرنېټ ۴۰ کلپونه جوړوي څو ښځینه زده کوونکي وکولای شي له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه ټینګه کړي.

د یادولو ده چې په دغو انټرنېټ کلپونو کې به ښځینه زده کوونکو ته خدمات په وړیا توګه وړاندې کېږي.

ټایم لیکي چې د دې انټرنېټ کلپونو له جوړېدو سره به ۱۶۰۰۰۰ زره ښځینه زده کوونکې له نورې نړۍ سره په اړیکه کې شي.

د دې ترڅنګ آغلې محبوب یو وېبلاګ او ویډیوګانو یوه داسې پاڼه هم جوړه کړې چې ښځې په کې کولای شي خپلې کیسې وکړي.

تر اوسه پورې نژدې ۳۰۰ ښځینه زده کوونکو پر دې پاڼې خپلې لیکنې او مطالب خپاره کړي دي او نړۍ ته یې ویلي چې دوی څه ډول ژوند کوي.

د رویا محبوب همدغو هلو ځلو ته په کتو سږ کال د ټایم مجلې هغه هم د نړۍ د ۱۰۰ مخکښو کسانو په لست کې شامله کړې ده.

ملاله

ملالې د ښځو لپاره د زده کړو حق تر لاسه کولو په لړ کې مبارزه کوله، چې پرو سږ کال په اکتوبر کې پرې وسله والو طالبانو برید وکړ او پر سر ټپي شوه.

برتانیا کې له درملنې وروسته ملالې د زده کړو لړۍ بیا پیل کړه.

د ملالې نوم په دغه نوملړ کې د (ایکون) په درجه کې لیکل شوی، چې په دې برخه کې د برما د جمهوریت غوښتونکې مشرې انګ سان سوچي، د امریکا د لومړۍ مېرمنې مېشل اوباما، برتانوۍ شهزادۍ کاترین مېډیلټن نومونه هم راغلي دي.

ټایم مجلې لیکلي "طالبانو و نه شو کړای، چې ملاله شهیده کړي، خو دې پېښې هغې ته د استعارې حیثیت ورکړ او اوس ملاله هلته ده، چې زړه یې غوښتل، یانې بېرته په ښوونځي کې."

د مجلې په وینا " هغه ژوند لیک، چې ملاله یې له زده کړو د محرومو ۶۰ میلیونه ماشومانو په باره کې د پوهاوي خپرولو لپاره لیکي، دې لور ته اشاره کوي، چې هغه په نړۍ کې د زړورتوب بېلګه او د ټولې نړۍ د نجونو اتله ده."

د ملالې د ژوند لیک سرلیک دی( زه ملاله یم) د دې ژوند لیک په اړه ملالې ویلي، چې زه غواړم خپله کیسه ټولو ته تېره کړم، خو دا د هغو ټولو ماشومانو کیسه هم ده، چې نه شي کولای زده کړې وکړي.

هغې هیله مندې ښوولې، چې کیسه به یې ښوونځي ته د هر ماشوم د تلو د حق تر لاسه کولو په لړ کې د مبارزې یوه برخه وي.

ملالې بي بي سي ته د ګل مکۍ په مستعار نوم یاداښتونه لیکل، چې وروسته یې په همدې نوم شهرت وموند.

ملالې د خپلې پلارګنۍ په سیمه کې د ښځو د زده کړو لپاره یو مالي صندوق هم جوړ کړی، چې له همدې ادرسه یې سوات کې د ۴۰ نجونو د زده کړو لپاره د ۴۵ زره ډالرو مالي مرستې اعلان هم کړی.

ورته مطالب