وزیرستان کې پر ټاکنیزه غونډه راکټي برید شوی

Image caption له تېرې څه مودې راهیسې واڼه کې امنیتي حالت ښه دی.

د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د یوه خپلواک کاندید پر ټاکنیزه غونډه د راکټونو برید شوی، چې په کې یو کس وژل شوی او نهه نور ټپیان دي.

واڼه کې یوه ځايي حکومتي چارواکي بي بي سي ته وویل، چې د خپلواک کاندید نصیرالله خان پر ټاکنیزه غونډه هغه مهال راکټي برید وشو، چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړی و.

د نوموړي چارواکي په وینا دوه راکټونه غونډې ته څېرمه لګېدلي او یو بل په واڼه بازار کې لګېدلی دی.

د هغه په وینا دغه برید کې محمد نور نومي سړی وژل شوی او نهه کسه نور ټپیان شوي، چې ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه، راکټونه د واڼه بازار شمال ته وچ خوړ سیمې نه توغول شوي، چې د مسېد قوم سیمې ته څېرمه موقعیت لري.

د طالبانو خبرداری

د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو له دې څو ورځې مخکې د ملانذیز ډلې وسله والو طالبانو کاندیدانو ته ویلي و، چې واڼه بازار کې له ټاکنیزو غونډو کولو ډډه وکړي.

د دوی په وینا د طالبانو داسې ډلې شته، چې ښايي پر ټاکنیزو غونډو بریدونه وکړي.

له تېرې څه مودې راهیسې واڼه کې امنیتي حالت ښه دی، چې له کبله یې سیاسي کارکوونکي برالا سیاسي فعالیتونه کول.

ورته مطالب