پېښور او کوهاټ کې بمي چاودنې شوې

Image caption په نښه شوی دفتر د هنګو روډ په کچه پکه سیمه کې و.

پاکستان کې د ټاکنیزو فعالیتونو د بهیر تر څنګ د تاو تریخوالي لړۍ هم روانه ده. د یکشنبې/اتبار په ورځ هم د خېبر پښتونخوا ایالت په پېښور او کوهاټ سیمو کې ټاکنیز دفترونه د توندلارو د بمي بریدونو ښکار شول.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې دې بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۲۶ ټپیان دي.

دواړه په نښه شوي ټاکنیز دفترونه د پاکستان په ټاکنو کې له قبایلي سیمو نه د خپلواکو کاندیدانو اړوند وو.

د کوهاټ امنیتي چارواکو ویلي، دغه سیمه کې په نښه شوی ټاکنیز دفتر له اورکزی ایجنسۍ نه د ټاکنو د خپلواک کاندید سید نور اکبر اړوند و.

په نښه شوی دفتر د هنګو روډ په کچه پکه سیمه کې و، چې پرې د بمي چاودنې په پایله کې پنځه کسان وژل شوی او ۱۶ ټپیان دي.

د برید پر مهال سید نور اکبر دفتر کې و، خو هغه ته زیان نه دی اوښتی. د ځايي پولیسو په وینا چاودنه د ریموټ کنټرول له لارې وشوه او په کې له ۵ کلو ګرامه زیات باروت کارول شوي وو.

له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او ټپیان روغتون ته ولېږدول شول.

د پېښور چارسدې روډ په مقصود اباد سیمه کې له خېبر ایجنسۍ باړې سیمې څخه د ټاکنو د خپلواک کاندید حاجې ناصر خان افریدي ټاکنیز دفتر په نښه شوی.

د ځايي پولیسو په وینا باروت د دفتر دیواله ته څېرمه ایښي وو، چې د چاودنې له امله یې د دفتر ودانۍ، شاوخوا دکانونه او هلته ولاړ ګاډي زیانمن شول.

رپوټونو کې ویل شوي، چې دې چاودنه کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي، چې د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته لېږدول شوي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې د دې بریدونو مسوولیت منلی.

خېبر پښتونخوا ایالت کې د ټاکنیز کمپاین له پیل راهیسې د کاندیدانو د دفترونو، لاریونونو او غونډو په نښه کولو لړۍ روانه ده. د روانې میاشتې لومړیو کې پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه غونډه برید وشو، چې په کې ۱۷ کسان ووژل شول.

ورته مطالب