مولانا سمیع الحق: رایې اچوونه شاهدي ورکول دي

Image caption د عالمانو شورا په یوه فتوا کې د ښځو رایې اچول هم جایز وبلل.

پاکستاني طالبانو د دغه هېواد پر لبرال سیاسي ګوندونو د خپلو پرله پسې بریدونو دفاع کړې او ديمو كراسي اوپارلماني ټاکنې یې غیراسلامې عمل بللی دی.

خو د ډېرو پاکستاني اوافغان طالبانو استاد او د حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق د رایې اچولو دفاع کړې او دا یې شهادت ورکول بللي دي.

د طالبانو له لوري د ټاکنو له غیر اسلامې بللو درې ورځې وړاندې د پاکستان د دینې عالمانوشورا رایې ورکول لازم بللي وو.

د عالمانوشورا په یوه فتوا کې د ښځو رایې اچول هم هغه مهال جایز وبلل، چې د ټاکنو په مرکزونو کې ښځینه کارکونکې موجودې وي.

خو د طالبانو ویاند احسان الله احسان دغه فتوا رد کړې ده.

د طالبانو له خوا د یکشنبې/اتبار په ورځ خپرې شوې بیانیه کې ویل شوي چې د مۍ په ۱۱ د ' غير مذهبي ديمو كرا تيك نظام ' لاندې پارلماني ټاکنې په داسې هېواد کې کېدونکې دي چې د اسلامې مفکورې پر بنسټ جوړ شوی دی.

هغه وویل چې ' موږ د الله پر نظام انسانې نظام ته لومړیتوب نه شو ورکولای'. طالبانو په دریو ګوندونو - پیپلزګوند، عوامې نیشنل ګوند او متحده قامي تحریک د خپلو بریدونو دفاع وکړه او ویې ویل چې دغه 'لادینه' ډلې دي او په قبایلي سیمو، سوات او خیبر پښتونخوا ایالت کې د 'خلکوپه وژنه' کې یې لاس لرلی دی.

که یوه خوا طالبانو ا نتخابي سیاست او ټاکنې د اسلام پر ضد بللې، خو د ډېرو طالبانو استاد مولانا سمیع الحق د هغوی نظر سره موافق نه دی.

مولانا سمیع الحق بي بي سر په مرکه کې رایې اچوونه ګواهي (شاهدي) ورکول وبلل او دا چې میدان ' د امریکا ایجنټانو، داړه مارانو او فاسقانو ته پرېښودل به عقل سره سم کار نه وي' هغه له پاکستاني عالمانو وغوښتل چې په خپلو ویناوو کې د ووټ (رايې) شرعې حیثیت بیان کړي.

هغه وویل چې اسلام کې د ووټ ډېرضرورت دی او پټول یې د شهادت نه کولوجرم دی.

ورته مطالب