د کورمې بمي برید کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته ورسېد

Image caption برید له پاړه چناره نژدې ۲۰ کیلومتره لرې په سیواک سیمه کې شوی.

قبایلي سیمې کورمه ایجنسۍ کې د مولانا فضل الرحمن د ګوند پر ټاکنیزه غونډه بمي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ ته ورسېد.

وسله والو پاکستاني طالبانو د دې برید مسوولیت منلی.

سیمه کې یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته وویل، چې د ایجنسۍ له مرکز پاړه چناره نژدې ۲۰ کیلومتره لرې په سیواک سیمه کې د جمعیت علما اسلام کاندید منیر اورکزي غوڼده پای ته ورسېده، چې ورسره سم د غونډې په ځای کې بم وچاودید.

د پاکستاني طالبانو ویندوی رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې ویلي، دوی دا برید د دې لپاره نه دی کړی، چې په نښه شوې غونډه د جمعیت علما اسلام وه، بلکې دوی ځکه دغه برید کړی، چې کاندید منیر اورکزی د دوی په خبره د اسلام او مجاهدینو پر ضد جرمونه کړي.

د طالبانو په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې منیر اورکزي لسګونه عرب جنګیالي امریکا ته سپارلي، چې دا مهال په ګوانتانامو زندان کې بندیان دي.

یوه ځايي چارواکي وویل چاودنې کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ ته ورسېد او ۵۰ نور ټپیان دي.

نوموړی وویل داسې احتمال هم شته، چې چاودنه دې یو ځانمرګی برید وي، خو د هغه په وینا تر اوسه داسې کره ثبوتونه نه دي موندل شوي.

Image caption د پاکستاني طالبانو ویندوی رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې ویلي، دوی دا برید د دې لپاره نه دی کړی، چې په نښه شوې غونډه د جمعیت علما اسلام وه، بلکې دوی ځکه دغه برید کړی، چې کاندید منیر اورکزی د دوی په خبره د اسلام او مجاهدینو پر ضد جرمونه کړي.

چارواکي زیاته کړه، د یو شمېر ژوبل شویو کسانو روغتیايي وضع ښه نه ده او ښايي د مړو شمېر زیات شي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان د برید مسوولیت ومانه ویې ویل، منیر اورکزی د پاکستان په پخواني حکومت کې برخه درلوده، ځکه دوی پرې برید وکړ.

منیر اورکزي له دې مخکې ټاکنو کې په خپلواکه توګه له همدې سیمې بریالی شوی و او د پاکستاني پارلمان غړی و.

په سږنیو ټاکنو کې نوموړی د مولانا فضل الرحمن د ګوند جمعیت علما اسلام له لوري برخه اخلي. هغه مهال، چې منیر اورکزی د پاکستاني پارلمان غړی و، پاکستاني طالبانو ورته ګواښونه کړي وو.

ورته مطالب