کورمه ایجنسۍ کې ټاکنې وځنډول شوې

Image caption تېره اونې دغه سیمه کې د جمعیت علما اسلام ګوند د یوه ټاکنیز کاندید منیر اورکزي په غونډه کې بمي چاودنه وشوه.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون اعلان کړی، چې د قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ په ۳۸ انتخابي حوزه کې ټاکنې ځنډول شوې دي. د چارواکو په وینا د ټاکنو ځنډولو سبب دغه سیمه کې شته امنیتي ستونزې بلل شوې دي.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د سیمې چارواکو د خراب امنیتي وضعیت له کبله د ټاکنو ځنډولو غوښتنه کړې وه.

تېره اونې دغه سیمه کې د جمعیت علما اسلام ګوند د یوه ټاکنیز کاندید منیر اورکزي په غونډه کې بمي چاودنه وشوه، چې له کبله یې ۲۵ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول. د هغه برید مسوولیت وسله والو پاکستاني طالبانو منلی و.

د پاکستاني طالبانو ویندوی رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې ویلي و، دوی دا برید د دې لپاره نه دی کړی، چې په نښه شوې غونډه د جمعیت علما اسلام وه، بلکې دوی ځکه دغه برید کړی، چې کاندید منیر اورکزی د دوی په خبره د اسلام او مجاهدینو پر ضد جرمونه کړي.

کورمه ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ او وسله والو ډلو تر منځ اکثر نښتې کېږي.

تېره ورځ ( مې ۱۰) دغه سیمه کې د پاکستاني پوځ پر اکمالاتي کاروان د برید پر مهال برمته شویو پوځیانو د خوشي کولو لپاره د پوځي عملیاتو پر مهال نښته کې څلور پوځیان او نهه توند لاري وژل شوي وو.

پاکستان کې د ټاکنو د مهال وېش له اعلان سره سم خېبر پښتونخوا کې د زور زیاتي پېښې ډېرې شوې.

ورته مطالب