ټاکنې: سوات کې ډېرو مېرمنو رایې کاروولې

Image caption په یو شمېر سیمو کې د ځايي دود او دستور په نوم او یا ځینو سیمو کې د طالبانو د ګواښونو له امله د مېرمنو د رایې کاروونې مخه ونیوله شوه.

د خېبر پښتونخوا ایالت او شاوخوا قبایلي سیمو د رایې اچوونې بهیر پای ته رسېدلی او د رایې شمېرلو لړۍ دوام لري.

دغه ایالت کې د ملي اسمبلۍ د ۳۵ څوکیو او ایالتي اسمبلۍ د ۹۹ څوکیو لپاره ۱۸۵۵ کاندیدانو تر منځ سیالي وشوه.

ویل کېږي، چې دې ټاکنو لپاره له ۱۲ میلیونه ډېرو رایې اچوونکو خپلې رایې وکاورلې. تراوسه د کرېکټ د پخواني لوبغاړي عمران خان په مشرتابه تحریک انصاف ګوند توانېدلی، چې په خېبر پښتونخوا ایالت کې تر ټولو ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي.

دغه ایالت کې، چې د ترهګرۍ ښکار دی، د وسله والو پاکستاني ‌طالبانو له ګواښونو او بمي برید ونو له وېرې سره سره خلکو په ټاکنو کې برخه واخیسته. دغه ایالت کې ۲۱۴۰ ټاکنیز مرکزونه د خراب امنیتي وضعیت له کبله ډېر حساس بلل شوي وو.

د دې ایالت په یو شمېر سیمو کې وسله والو طالبانو ګواښ کړی وو، چې که څوک په ټاکنو کې برخه واخلي، سختې پایلې به وویني.

خو دا ګواښونه تر ډېره حده د طالبانو له خوا د خپرو شویو خبر پاڼو پر مخ پاتې شول او په ایالت کې د نامنۍ کومه ناوړه پېښه رامنځ ته نه شوه. شنونکي وايي له دې امله دغه ټاکنې خورا مهمې دي.

د ملا کنډ سیمې کې، چې د طالبانو د نفوذ سیمه بلل کېږي، د ۲۰۰۸ ټاکنې د وېرې په چاپیریال کې وشوې، خو په سږنیو ټاکنو کې د رایې ورکونکو شمېر کې پام وړ زیاتوالي ولیدل شو.

په یو شمېر سیمو کې د ځايي دود او دستور په نوم او یا ځینو سیمو کې د طالبانو د ګواښونو له امله د مېرمنو د رایې کاروونې مخه ونیوله شوه.

د کوز او بر دیر، شانګله او بونیر په یو شمېر سیمو کې څو مېرمنو رایې وکارولې، خو په سوات کې د مېرمنو د رایې کاروونې په ټولو مرکزونو کې مېرمنې ولیدل شوې، چې رایې یې کارولې.

ورته مطالب