بلوچستان اسمبلۍ کې هېڅ ګوند هم برلاسی نه دی

Image caption د محمود خان اڅکزي پښتونخوا ملي عوامي ګوند بلوچستان اسمبلۍ کې ۹ څوکې ګټلې دي.

د پاکستان له ټولټاکنو وروسته بلوچستان کې د صوبايي اسمبلۍ ډېری څوکيو ته د برياليو کانديدانو نومونه اعلان شوي دي.

که څه هم پښتونخوا ملي عوامي او مسلم ليګ نون گوندونو زياتې څوکۍ ګټلې، خو له دې سره يو سياسي گوند هم داسې نه ښکاري چې په يوا زې سر دې حکومت جوړ کړی شي.

د بلوچستان اسمبلۍ له ۵۱ څوکيو يې د ۴۶ پايلې اعلان شوې، د ۴ يې لا انتظار کېږي او يوه څوکۍ بيا لغوه شوې ده.

د اعلان شويو نتيجو له مخې د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي گوند په لومړي ځل د بلوچستان له پښتني سيمو ۹ څوکۍ ګټلې دي.

دغه ګوند د ۲۰۰۸ کال ټولټاکنو سره شلون کړی و.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند برياليو کانديدانو کې نواب اياز جوګيزی، سردار مصطفی خان ترين، آغا سيد لياقت او نصرالله زېری شامل دي.

پر دې سربېره بلوچستان اسمبلۍ کې د سر ګټونکيو کې د مسلم ليګ (ن) گوند دی چې دوی هم ۹ څوکۍ ګټلې دي.

د پخواني لومړي وزير ميا نوازشريف په مشرۍ دغه گوند په پنجاب او پلازمېنه کې لا له وړاندې هوسا بری ګټلی دی.

د پاکستان سېنېټ يا مشرانو جرګې پخوانی مرستيال مشر مير جان محمد خان جمالي او د مسلم ليگ (ن) ايالتي مشر سردار ثناء الله زهري هم د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ته په رسېدو توانېدلي دي.

دغه ډول د مولانا فضل الرحمان جمعيت علماء اسلام ګوند د بلوچستان اسمبلۍ ۶ څوکۍ ګټلې، په داسې حال کې چې ۲۰۰۸ کال ټولټاکنو کې يې ۱۰ څوکۍ خپلې کړې وې.

د اوسنيو نتيجو له مخې د دغه ګوند برياليو کانديدانو کې پخوانی مشر وزير مولانا عبدالواسع، سردار عبد الرحمان کيتران اوگل محمد دومړ شامل دي.

بلوڅ کم رنګي

خو د بلوچستان بلوڅو سيمو کې بلوڅ ملتپالې ډلې دومره نه دي بریالۍ شوې، چې اټکل يې شوی و.

Image caption د بلوڅ رايو د کم رنګۍ يو لوی لامل د بلوڅ بېلتونپالو ډلو دری ورځنی کاربنديز او هم سياسي ډلو او خلکو ته ګواښنه په ګوته شوې چې رايه دې نه ورکوي.

د بلوڅ ډلو د کم رنګۍ يو لوی لامل د تولټاکنو پر مهال د بلوڅ بېلتونپالو ډلو دری ورځنی کاربنديز او هم سياسي ډلو او خلکو ته ګواښنه په ګوته شوې چې رايه دې نه ورکوي.

همدغه ګواښ بلوڅي سيمو کې خلک وېرولي وو، چې له امله يې دغو سيمو کې د رايې ورکونې کچه خورا ټيټه وه.

د بلوڅ رايو کمښت پايلې څرګندې وې. د بلوڅ ملت پاله مشر او پخواني اعلی وزير سردار اختر مېنګل سياسي ډلې بلوچستان نشنل گوند تراوسه يوازې دوه څوکۍ ګټلې ډي. يوه يې په خپله د ګوند مشر سردار اختر مېنګل او دويمه له گوادره مير حمل کلمتي ګټلې ده.

دغه ډول يوې بلې بلوڅ ملت پاله ډلې نشنل ګوند د خپل مشر ډاکټر مالک بلوچ په ګډون په ۶ څوکيو بلوچستان اسمبلۍ ته لار موندلې ده.

له ګونديز تړاو بېل بيا تر اوسه اعلان شويو پايلو کې د ۸ ازادو کانديدانو نومونه هم راوتلي، چې د بلوچستان اسمبلۍ ته بريالي شوي دي. باور دی چې دوی به د بلوچستان نوي حکومت جوړولو کې مهم رول لوبوي.

دوی کېدی شي له هرې سياسي ډلې سره په ملتيا په صوبايي اسمبلۍ کې د ډلو د اغېز پلو توازن سره ښکته پورته کړي، او صوبايي حکومت جوړلو کې خپله پاڼه وکاروي.

ورته مطالب