"خیبر پښتونخوا کې د میراثي سیاست پای"

Image caption د عوامي نېشنل ګوند مشران وايي خلکو د دوی د قربانیو هېڅ قدر و نه کړ.

خیبر پښتونخوا ایالت کې داځل ټاکنو کې د مشهورو سیاسي کورنیو شخصیتونه له سختې ماتې سره مخامخ شوي دي.

دې کسانو کې د پېښور د بلور او ارباب کورنیو شخصیتونه شامل دي.

بل لور ته د ایالت په سویلي سیمو کې سیف الله وروڼه، میاخیل وروڼه او د کونډي کورنیو کسان هم له ماتې سره مخامخ شوي دي.

له ۱۹۸۵ راهیسې د دې کورنیو کسان په څه نا څه ډول د پاکستان په پارلمان کې موجود وو، خو په دې کې ځینې داسې کسان هم شته، چې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې یې ټاکنو کې نابریالیتوب نه دی لیدلی.

پېښور کې بلور کورنۍ له مهمو سیاسي کورنیو څخه بلل کېږي.

د پېښور لومړۍ انتخابي حوزې په اړه ډېرو سیاسي شنونکو ویل، چې دغه سیمه کې غلام احمد بلور ته ماتې ورکول ډېر ګران دي.

د ایالتي پارلمان لپاره له (پي کي ۳) حوزې نه د توندلارو په برید کې د وژل شوي بشیر احمد بلو زوی هارون بلور کاندید و.

دغه راز د ایالتي پارلمان لپاره له (پي کي ۱) حوزې نه د الیاس بلور زوی غضنفر بلور کاندید و، خو یو هم و نه توانېد بریالی شي.

د عوامي نېشنل ګوند مشران وايي خلکو د دوی د قربانیو هېڅ قدر و نه کړ.

دغه راز د ارباب کورنۍ یو شمېر کسان چې د مختلفو ګوندونو له لوري کاندیدان وو، ټاکنو کې بریالي نه شول.

د پاکستان پیپلزګوند اړوند پخوانی فدرالي وزیر ارباب عالمګیر او د عوامي نېشنل ګوند یو مشر ارباب نجیب الله دې کسانو کې شامل دي.

د سویلي سیمو حالت

د ټاکنیز کمپاین پر مهال د لکي مروت سیمې نه یوه دوست په ټیلیفون راته وویل، چې له دغې سیمې خان سالاري په ختمېدو ده. کله مې چې له هغه وپوښتل، چې څنګه؟

ځواب یې داو، چې لومړی ځل دی، چې د متوسط قشر ځوانان میدان ته وتلي، چې ډېر یې په خپلواکه توګه ټاکنو کې برخه اخلي او خلک هم د دوی په غونډو کې پراخ ګډون کوي.

سیف الله وروڼه له لکي مروت سیمې نه د یوې څوکۍ په تر لاسه کولو هم بریالي نه شول.

د ټاکنو پر مهال د سلیم سیف الله خان په اړه ویل کېدل، چې دی اصلاً د ایالتي لومړي وزارت لپاره په ټاکنو کې برخه اخلي.

د انورسیف الله ورور سلیم سیف الله خان هم د جمعیت علما اسلام د مولانا فضل الرحمن په وړاندې ماتې وخوړه.

سلیم سیف الله د مسلم لیګ ( ن) له لوري ټاکنو کې برخه اخیسته.

د پخواني فدرالي وزیر حبیب الله خان زوی او د مرحوم انورکمال ورور اختر منیر خان د مسلم لیګ (ن) له لوري په ټاکنو کې برخه اخیسته، خو بریالی نه شو.

له ډېره اسماعیل خانه د میاخیلو کورنۍ څلور وروڼه په ټاکنیز ډګر کې وو، دریو وروڼو د مسلم لیګ(ن) له لوري په ټاکنو کې برخه اخیسته او ادعا کېږي، چې څلورم ورور او د ملي اسمبلۍ پخواني غړي عمر فاروق میاخیل ته میا نوازشریف اجازه ور نه کړه، چې د ګوند له لوري یې ټاکنو کې برخه واخلي.

له دوی څخه د یوه ورور ثناالله میاخیل په باب ویل کېږي، چې له ۱۹۸۵ راهیسې ښايي یو یا دوه ځلې نابریالی شوی او اکثر یې بریا نصیب شوې، خو داځل یې بایلوده.

دوه نور وروڼه یې فتح الله میاخیل او ایضار میاخیل هم له نابریالیتوب سره مخامخ شوي دي.

تېر کې د کنډي کورنۍ غړي هم کله د فضل کریم کنډي او کله د حبیب الله کنډي او یا فیصل کریم کنډي په بڼه ملي او ایالتي پارلمان کې تر سترګو کېدل.

خو دا ځلې دوی هم نه دي توانیدلي، چې پارلمان ته لار ومومي.

د ایالتي کاندیدانو په لړ کې د اطلاعاتو پخوانی وزیر میا افتخار حسین چې د ټلویزیون پر پرده تر ټولو ډېر لیدل کېده، هم و نه توانید، چې ټاکنو کې بریالی شي.

په ملي او ایالتي پارلمانونوکې به دا ځل خلک د پېژندل شویو سیاسي څېرو پر تله د پاکستان تحریک انصاف ګوند ډېرې نوې څېرې وویني.

داسې احتمال شته، چې د خېبر پښتونخوا په ایالتي پارلمان کې به دا ځل تر ۷۰ ډېر نوي کسان لوړه وکړي او ۲۵ کسان داسې هم دي، چې له مخکې نه د پارلمان غړي وو.

د ملي اسمبلۍ په کاندیدانو کې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، غلام احمد بلور او د مسلم لیګ امیر مقام و نه توانیدل بریالي شي.

ورته مطالب