اکرم درانی: د مسایلو حل مولانا فضل الرحمن سره دی

Image caption دلته باید داسې حکومت جوړ شی، چې د ده په وینا له ګاونډي هېواد سره غوره اړیکې وساتي. اکرم خان درانی

د خیبر پښتونخوا ایالت پخواني لومړي وزیر اکرم خان دراني، چې د جمعیت علما اسلام ګوند اړوند دی، ویلي، له نورو ټولو ګوندونو سره په شریکه به پیاوړی حکومت جوړ کړي، چې د ده په وینا د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف به په کې شامل نه وي.

نوموړي وویل تحریک انصاف جمهوري حق لري، چې حکومت جوړ کړی او استازي د ځان ملګري کړی، خو د ده په وینا موږ په خپل ځای دغه هڅه کوو.

هغه زیاته کړه، دوې ورځې وروسته به معلومه شي، چې له تحریک انصاف پرته به د عوامي نیشنل ګوند او پیپلزګوند د استازو په شمول د ټولو سیاسي ګوندونه استازي یو ځاي ناست وي.

هغه له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، چې جمعیت علما اسلام د ایالت ټولو ستونزو ته حل لري. د اکرم دراني په وینا که په ایالت کې یو ناتوانه حکومت رامنځ ته شي، و به نه توانیږي، چې د ایالت ستونزې هوارې کړي.

د هغه په وینا باید د مرکز او ایالت تر منځ اړیکې ټینګې شي، ځکه د هغه په وینا دلته داسې مسایل شته، چې د قبایلي سیمو اړوند دي او د دې مسایلو حل له مولانا فضل الرحمن پرته بل چا سره نه شته.

هغه وویل دلته باید داسې حکومت جوړ شی، چې د ده په وینا له ګاونډي هېواد سره غوره اړیکې وساتي.

بل لور ته د تحریک انصاف مشران هم د حکومت جوړولو لپاره په منډو ترړو بوخت دي او له بېلو سیاسي ګوندونو سره اړیکې نیسي.

د تحریک انصاف ایالتي مشرانو پروېز خټک او اسد قیصر لاهور کې د دغه ګوند له مشر عمران خان سره ولیدل.

دې لیدنه کې د حکومت جوړولو پر سر خبرې شوې او عمران خان ته د ټولو اړیکو په باب معلومات ورکړل شوي.

جماعت اسلامي او د افتاب احمد خان، قومي وطن ګوند تر اوسه نه دي ویلي، چې حکومت جوړونه کې به له چا سره همکاري وکړي.

بل لور ته هغه کاندیدان چې په خپلواکه توګه ټاکنو کې بریالي شوي، لا هم یې په باره کې معلومه نه ده، چې د یوه ګوند ملګرتیا کوي او که به په خپلواکه توګه اسمبلۍ کې رول ته ادامه ورکړي.

خیبر پښتونخوا کې د ۱۱ مې ټاکنو کې هېڅ ګوند نه دی توانېدلی، چې په یوازې سر حکومت جوړ کړي، خو پاکستان تحریک انصاف د داسې ګوند په توګه مخې ته راغلی، چې د نورو پرتله یې ډېرې رایې تر لاسه کړي.

ورته مطالب