پرویز خټک د خېبر پښتونخوا مشر وزیر وټاکل شو

Image caption پروېز خټک د ۸۴ رایو په تر لاسه کولو د ایالتي لومړي وزارت مقام ته بریالی شو.

د عمران خان په مشرتابه د تحریک انصاف ګوند اړوند پرویز خټک د خېبر پښتونخوا ایالت مشر وزیر وټاکل شو.

په هغه رایې اچوونه کې، چې د جمعې په ورځ (مې ۳۱ ) په ایالتي پارلمان کې تر سره شو، ښاغلی پرویز خټک د ۸۴ رایو په تر لاسه کولو دغه مقام ته بریالی شو.

د رایې اچوونې پر مهال جماعت اسلامي، قومي وطن، عوامي جمهوري اتحاد ګوندونو او د ایالتي پارلمان خپلواکو کاندیدانو د نوموړي ملاتړ وکړ.

زموږ خبریال رفعت الله اورکزی، خپل رپوټ کې وايي، ایالتي مشر وزارت مقام ته د نوموړي سیال کاندید او د مولانا فضل الرحمان ورور مولانا لطف الرحمان ۳۷ رایې تر لاسه کړې.

مسلم لیګ (ن) ګوند د دغه مقام لپاره د وجیه الزمان نوم ټاکلی و، خو نوموړی د مولانا لطف الرحمان په ملاتړ له کاندیدو لاس پر سر شو.

د تحریک انصاف ګوند پروېز خټک او د جمیعت علمای اسلام مولانا لطف الرحمان د پنجشنې په ورځ (مې ۳۰) د ایالتي لومړي وزارت مقام لپاره خپل غوښتنلیکونه داخل کړي وو.

تحریک انصاف ګوند د خېبر پښتونخوا ایالت په پارلمان کې د ۵۵ څوکیو په درلودو، تر ټولو مخکښ دی او جمیعت علمای اسلام (ف) او مسلم لیګ (ن) ګوندونه هر یو ۱۷ څوکۍ لري.

دې سره سره دغه پارلمان کې قومي وطن ګوند، ۱۹ جماعت اسلامي، ۸، عوامي نېشنل او عوامي جمهوري اتحاد هر یوه ۵، پیپلز ګوند ۴ ال پاکستان مسلم لیګ ۱ څوکۍ لري.

دوې څوکۍ خپلواکو کاندیدانو تر لاسه کړې دي.

د پنجشنې په ورځ د تحریک انصاف ګوند اسد قیصر او امتیاز قریشي د خېبر پښتونخوا ایالت د پارلمان رییس او مرستیال وټاکل شول، چې لوړه یې هم وکړه.

اسد قیصر او امتیاز قریشي د جمیعت علمای اسلام له منور خان او ارباب حیات اکبر سره سیالي کوله، خو ټولو پارلماني ګوندونو په یوه خوله یاد کسان دغو مقامونو ته وټاکل.

ورته مطالب