پاکستاني طالبان: حکومت سره خبرې نه کوو

Image caption پاکستاني طالبانو د ولي رحمان د وژل کېدو د غچ اخیستو اعلان کړی.

پاکستاني طالبانو ډرون برید کې د خپل مرستیال مشر د وژل کېدو د تایید تر څنګ له نوي ټاکل شوي پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو خپل اعلان بېرته اخیستی.

له نامعلوم ځایه بي بي سره خبرو کې د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان پر پاکستاني حکومت تور پورې کړ، چې د ډرون بریدونو لپاره معلومات چمتو کوي.

د نوموړي په وینا داسې حالت کې طالبان نه شي کولای له پاکستاني حکومت سره مذاکرات وکړي.

د یادونې ده، چې څو ورځې مخکې د پاکستان ممکنه لومړي وزیر میانوازشریف او د خېبر پښتونخوا ایالت ممکنه لومړي ایالتي وزیر پروېز خټک طالبانو سره د مذاکراتو پیل کولو لپاره له مولانا سمیع الحق نه د مرستې غوښتنه کړې وه.

د طالبانو ویاند احسان احسان وویل، د دوی د مشر مرستیال ولي رحمان له وژل کېدو وروسته د ‌طالبانو تحریک مرکزي شورا غونډه وکړه، چې په کې د خبرو نه پیل کولو او د ولي رحمان د وژل کېدو غچ اخیستنې پرېکړه وشوه.

د بي بي سي خبریال طاهرخان خپل رپوټ کې کاږي، چې پاکستاني طالبانو ویاند ډرون بریدونو کې د پاکستاني ادارو د رول یادونه وکړه، خو هغه په ځانګړې توګه د پاکستان د راتلونکي حکومت یادونه وکړه، ویې ویل، چې داسې حالت کې، چې پر طالبانو بریدونه کېږي، د طالبانو لپاره هېڅ ډول مذاکرات د منلو وړ نه دي.

د سږ کال په فبروري کې پاکستاني ‌‌‌طالبانو په دې شرط له پاکستاني حکومت سره مذاکراتو ته چمتو والی څرګند کړ، چې که میانوازشریف، د جماعت اسلامي امیر سید منور حسن او د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستاني پوځ او یا حکومت لپاره تضمین ورکړي، نو د دوی په خبره مذاکرات بریالي کېدای شي.

له هغه وروسته د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر او اوسني ممکنه لومړي وزیر میا نوازشریف ویلي و، چې د ‌سولې لپاره باید د طالبانو پر وړاندیز جدي غور وشي.

په ټاکنو کې له بریا تر لاسه کولو وروسته میانوازشریف وویل، چې هېواد کې یې سوله او ثبات د مذاکارتو له لارې راتلای شي.

څو ورځې مخکې د پاکستان ممکنه لومړي وزیر میانوازشریف او د خیبر پښتونخوا ایالت ممکنه لومړي ایالتي وزیر پرویز خټک طالبانو سره د مذاکراتو پیل کولو لپاره له مولانا سمیع الحق نه د مرستې غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب