مومندو کې د پاکستاني طالبانو ستونزې ډېرې شوې

Image caption د طالبانو ویاند په دې ډېر اندېښمن دی، چې مخالفې ډلې په احتمالي برید کې د افغان طالبانو د ملاتړخبره کوي.

قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ کې د وسله والو پاکستاني طالبانو مشکلات زیات شوي، چې ویاند یې احسان الله احسان وایي، سیالو ډلو د ځایي لښکرو په ملاتړ سیمې کې د دوی پر مرکزونو د لویو عملیاتو پلان جوړ کړی دی.

د طالبانو ویاند په دې ډېر اندېښمن دی، چې مخالفې ډلې په احتمالي برید کې د افغان طالبانو د ملاتړخبره کوي. احسان الله احسان بي بي سي ته وویل چې له افغان طالبانو څخه په دې تړاو سپیناوی غواړي او دا چې دوی چمتو دي د افغان طالبانو شکایتونه لیرې کړي،که د دوی په اړه موجود وي.

هغه تور ولګاوه، چې افغان پولې ته څېرمه د مومندو په سیمې کې سیالو ډلو د پاکستاني ځواکونو ملاتړ هم تر لاسه کړی.

هغه ادعا کړې چې غیرقانوني ډلې لشکرطیبه، انصار الاسلام او د البدر مجاهدین، قومندانانو د دوی مخالفو لښکرو سره په ګډه مومندو کې د دوی پر مرکزونو او د پلویانو په کورونو یې د لویو حملو لپاره تیاری کړی.

کونړ کې د افغان طالبانو د یوه ځایي مشر حاجي متین په اړه ویل شوي، چې هغه هم پر طالبانو د برید برخه دی، چې تېر کال کونړ کې پاکستاني طالبانو سره په جګړه کې یې زوی وژل شوی و. ځینې افغان طالبانو ورسته د حاجي متین او پاکستاني طالبانوترمنځ روغه کړې وه، خو د حاجې متین پلویانو دغه روغه منلې نه وه.

افغان طالبانو په موندو کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د مخالفو ډلو د خپل منځي شخړه کې د مداخلې ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل هېچا ته اجازه نه شته چې د افغانستان څخه بهرپه بریدونو کې لاس ولري. هغه د بي بي سي پوښتنې ته په ځواب کې وویل:

"موږپه خپل هېواد کې په پراخو عملیاتو بوخت یو او پالیسي مو داده چې د نورو په کارونو کې به مداخله و نه کړو"

د البدر مجاهدین، قومندان بخت زمین هم بي بي سي سره په خبرو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد احتمالي عملیاتو کې د ډلې د رول خبره نه ده منلې.

Image caption شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوه بریدکې د طالبانو د یو مشر ولي رحمان مسید له وژل کېدو ورسته طالبان تر فشار لاندې راغلي.

خو تر لاسه شوي معلومات ښیي چې مومندو کې د خالد په نامه د دې ډلې یو ځایي قومندان پرپاکستاني طالبانو د ممکنه برید لپاره چمتووالی ښوولی. د لشکرطیبه ویاند ډاکټر عبدالله غزنوي په مومندو کې د خپل ګوند د شتون خبره نه مني او بي بي سي ته یې وویل، چې وسله وال یې یوازې د هند د ولکې لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو پر ضد جګړه کې بوخت دي.

سره له دې ادعا، ترګوتو شوي معلومات ښيي چې سیمې کې د شیخ عبد الرحیم په نوم د دې ډلې یو مشر د پاکستاني طالبانو پر ضد پلان کې ښکېل دی.

شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یو ورستې بریدکې د طالبانو د یو مشر ولي الرحمن مسید له وژل کېدو ورسته طالبان تر فشار لاندې راغلي، چې د دوی پر ضد په موندو کې د احتمالي لویو عملیاتو پیلېدل به ورته خورا زیاتې ستونزې پیدا کړي، چې کېدای شی په پایله کې یې دغه سیمې له لاسه ورکړي.

ورته مطالب